(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

څانګې په سکروټو کې

دلته د ګل قبر ته ، بيا غوټۍ لوګی شولې دلته کې مې وليدې ، څانګې په سکروټو کې دا غيرتي خاوره مې ، ډيره بد نصيبه ده هره قافله ورته ،شر راوړي په څټو کې خمار خبرې کوي ما وې زما خمار خبرې کوي چا به وييل چنار خبرې کوي اوس راته پاڼې د ګل وغږيدې اوس راته هر مزار خبرې کوي په درد کې خوند لټوي غم ښکلوي دغه سړی د کار خبرې کوي ياد راته بيا سکروټې وشيندلې باد راته بيا د يار خبرې کوي دلته دې دم دورهه اثر نه کوي دلته پاړو ته مار خبرې کوي دې ښاري سيوری د نښتر ونيوه دا غرسنی د ښار خبرې کوي د خپل بې روحه مجلسي نه قربان په نيمه شپه ستار خبرې کوي سر راته بيا د قام تصوير نيولی زړه راته بيا د دار خبرې کوي وس به دې راز ته وايه څوک واي راز چې عندليب په جار خبرې کوي

-
بېرته شاته