(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ښاغلی افغانی شعرونه تازه شول

د مطلب انډيوال چرګ مارغه، الوتی نه شي خودباز پــــه وزرو خاندي نې په خپله څــه کـوی شي نه دبل په سود اوزيان دي بل تــــه هيڅ ويــلی نه شي بس دکـور داړه ماران دي داسپين سترګي بي کماله دښمنان خپله د ځان دي زړه يې سوړلکه کنګل دي دبــــزمونــــو نــــقادان دي ددوی مـــيــنه بــازاري ده د مطلب انـــډيـــوالان دي

لويه ربه څــــــه ويرجنـــې سلسلې دي څه غمجـــن مهلک وختونه څــړمې اوښکــې دي روانې پرې لامــده شول ګريبانونه زه د مـــور پـــه حال جړيږم چې تير شوي پرې وختونه هـــر ګـــړۍ هـــره شيبه يې يـــادوي خـــپل مــالتونه نـــا اميده لـــه هـــر خواده ځان ځانـــي ده تکليفونه اوس يې خپل ترې پردي شوي پرديسي پــردي ملـکونه ربـــه داســـې تـــوان را کړې چې يې وکـــړو خـــدمتونه د مور قـــدر او خدمت کې خدای نصيب کړي جنتونه څه حالات ښکلې شيبې وې دځـــوانی ها تير وختونه عمر سيند په دود بهيريږي مـــري سيندونــه دریابونه مورې خدای دې نګهبان شه کړو پاک رب ته دا سوالونه دا غمجن زړګی يې ښاد کړې کـــړه نصيب يـــې راحـــتونــه ته مو دا ارمـــان پـــوره کړې تـــرينه لـــرې کــړې دردونــه سميع الدين افغاني م٠ کال ٣٠ - ١٠ - ٢٠١٠ مهاجرت پټ کاته نن چـې اشنا سترګــو کې کتل کوي ښکاري چې په زړه کې څه ويل کوي جــوړې تماشې يـې دي چشمانوکې خيال کې مې انځور دکوم غزل کوي خونديې پټ کاته کاسترګوسترګوکې مينــــه ده د زړونــــو ښکارول کــــوي پريږده کــــه غماز ورته هرڅه وايي نه مـنې د بــــل هغه چــــې خپل کوي حسن ده ښکلا ده پــــه همـــزولوکې خونديې رواجــونـــه دکابـل کـــوي م٠ کال ٢۸- ١٠ - ٢٠١٠ -
بېرته شاته