(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ښاغلی نظری په زړه پړری طنزونه

واه !په یوه نښه دوې مرغی ولې هم پښتانه ټکوی هم مسلمان وهې په جنګ کې دسولې کوې خبرې په جنګ کې کوی ټاکنې سمي وای دیموکراسي و اخ دیموکراسي یو ورور ته وایي آغا بل ته بلا یو ته وایې قتل وکړه بل ته وایي غلا هر ورځ ژړوی زموږ اتل پاچا د هیواد په وداني نه یاست راضي وای دیموکراسي و اخ دیموکراسي په ټیغ سترګو لکه د سپو لاس تیروئ په وطنپرستو پرتوګاښ تنګوئ په شوکمارو ډالرو باران اوروئ دا ټول کارونه مو دی مصنوعي وای دیموکراسي و اخ دیموکراسي یو ورورته وایاست ته یې تر ټولو ښه خو د بل ورور دي د مور څه او څه وژني هغه چې یې وینه نه ده سره د ولس څټه مو ویسته په دې آزادي وای دیموکراسي واخ دیموکراسي بی حیایي فحش او غلامو دود کړه دشرق مشران مو په خپل سود کړه د سرطان مرضونه مو دلته موډ کړه ورکه دي دا نخشه شي دا بې باکي وای دیموکراسي واخ دیموکراسي موږته خپل تخنیک او زور ښيې په بې وسو مو بمونه خوشي کوې په کابینه ، شورا او پاچا طبله وهې تر څو د ولس سره کوی بدماشي وای دیموکراسي واخ دیموکراسي د شپشتو پر ښاخ خيژوی بیړا د اسلام هر خبره ګڼي ناروا ځوانان دی اخته کړل په دوا مشران مو اموخته کړه په غلامي وای دیموکراسي واخ دیموکراسۍ مشران مو را کاڼه کړه عالمان مو په ډالرو آموخته کړه دشلومبومچان مو نشه کړه درته کوي افغان اردو سلامي وای دیموکراسي واخ دیموکراسي ناوی د سلو زومانودی کړ افغان ځکه هر یو اخته دی په خپل ځان د هر یوه هیر شوی خپل ایمان دا ټوله دنیا د زور کوي پلوي وای دیموکراسي واخ دیموکراسي ته خبرې د ښه ژوند او چړچو کوې نه موږ، ته د خپلو ځانو کوې یو په مرمۍ ولې بل ته لنګته ایږدې ټوله پر موږ خپله اینه یخوي وای دیموکراسي واخ دیموکراسي دیموکراسي دلته ډیر کړه تجاران وطن هیر شو ټول شول چاره سازان دشیطنت ډیر شول پروفیسران پوهان مو شول ټوله سیاسي وای دیموکراسي واخ دیموکراسي د نورو غلامان زموږ واکداران شوه ماشیني پیدا ډیر دلته جنرالان شوه وزګړي د وطن ملی اتلان شوه مشران مو شول ټول مړ سترګي وای دیموکراسي واخ دیموکراسي پر موږ دي غدارن کړه امران زموږ مشران مو کړه بې ایمانان نااهله دی کړه پروفیسر ان غله به تر کومه دا هیواد لوټي وای دیموکراسي واخ دیموکراسي موخه سوله نه ده له طالبانو سره خبره پخه شوی د رقیبانو سره دا وعده شوی د امریکایانو سره هر چا ته يوه پاڼه ورکړ شوی ترانه وایي وای دیموکراسي واخ دیموکراسي تورسپي څټلی لاس د افغان جزګی خپل زوی بولی بخمل جان دلته د سیاست ډیر شوی معتادان امران د خلکو له غمه خوب نه لري وای دیموکراسي واخ دیموکراسي هر خواته تارونه دی تارونه هر خواته وهل کیږي سازونه تر ښو دلته ډیر کیږی بد کارونه ټول ټیکه داران امران دی غله اصلي وای دیموکراسي واخ دیموکراسي دپیسو یې موږ ته جوړه کړه کعبه افغانان مو په طواف کړه اخته شیطانان موږ ته ښيي راسته د ټولو مشرانو کړه وړه شوه شیطاني وای دیموکراسي واخ دیموکراسي

کنایي مړ سترګې ( بی پروا)؛ اینه په پخول( انتقام)؛ د شپشتو پر ښاخ خیژول( ختا ایستل)؛خپله پکښی کول(خپل مقصد په غلا حاصلول) د سلو زومانو ناوی( د بل په خوښه ژوند)؛ لنګته اچول ( مغلوبول)؛ژبه ټیغ سترګی (لق سترګی)، څه او څه( ښکنځل)

خلکو ویل مشر قزل باش دی پښتون نه د ایرانیانو داداش دی حواله هغه ته له ایران معاش دی مانه منله چې ورته ولاړیې په یوه پښه سر مي خلاص سو، دوا دي سه! خلکو ویل له نورو چکه چورو دی دی ښه هغه نه جاسوس دی نه اخلي یوه پیسه اوس مالوم شول د ټولو یوه ده ریښه په ډیرو شیانو لاس ایږدې پر خوله سر مي خلاص سو، دوا دی سه ! داچې ولي راغی یرغل کلتوري ولي خرېړی شوه کارونه مذ هبي ولي وتړل شوه سایتونه افغاني اوس پوه شوم په دې لاس مچوه سر مي خلاص سو، دوا دي سه ! په قراردادو کې شاګردانه ده میلیون ډالران ولي د پیسو ډک وځي بهر ته د پیلوماتان ولي هر شی کې مداخله کوي ګران ایران اوس پوه شوم په دی رسم وبایده سر مي خلاص سو، دوا دی سه! ولي د مهاجرو په ځړولودچا طبیعت نه سو خټه ولي دښمن او دوست ته په یوه سترګه کیږی کاته ولي ایسې تا ته یوشان کشمش او پنبه دا نه ولي دی ایران ته وطن کړخوږه کاسه سر مي خلاص سو، دوا دی سه ! دا چې څنګه ټوله وهئ یو ډول سلګۍ بې تشریفاتو اخلئ کڅوړه ډکه د ایکۍ په پټه جیبونه ډکوئ د غټو سدرۍ اخیر دی د دښمن د لاسه غلا شوه پنبه سر مي خلاص سو، دوا دی سه ! ستا ویاندان به خود اخیر کیږي سفیران هغوی دی د وطن اصلی سیاستمداران لکه تا له خلکو نه شرمیږی دا درواغجنان اوس پوه شوم دا شاګردانه لري سلسله سر مي خلاص سو، دوا دی سه! دا چي ولي ایران ته تل يي سرځوړنده ولي د ایران تپل کیږی پر موږ دود و بایده ولی دمهاجرو په ایستلو چا پزه نه کړه تروه پام چی خپل رزق ونه وهی په لغته سر مي خلاص سو، دوا دی سه ! دا چې ولي دي ایران ته مخ افغان ته شاده ته به نه یې دا لګه درګه به پاته شي سبا ته افغانان دی کړه دنیا ته په یوه اوربښه احمد نژاد دی موږ ته کړی پهلوان پنبه سر مي خلاص سو، دوا دي سه ! په وطن کې دی د بډو غیرت کړ رواج پخوا موږ له ایرانه اخیستی د بریتو باج اوس ته چغال ته په عزت ورکوې باج خب و چوپ یې اخله جوړه وه سرمایه سر مي خلاص سو، دوا دي سه ! داچې هره ورځ په حلوا ویلو خوږه کوې خوله داچې هر ورځ ایران صفته اخلي غوښه داچې ته ولي وهې خپله پښه په تیښه اوس پوه شوم د ماندنی والا نیستم په کیسه سر مي خلاص سو، دوا دي سه ! ایران خپله ارغونچکی وهي یو غیران ته ستا په دی ښه مخ مین دی ووایه ایران ته په دی پیسو یې لومه اېښې ستا ایمان ته تر څو به ته اخلې به مړو سترګو دا پیسه خرې پیسې خو اخلې، دوا دی سه ! جارسم

کنايي خوږه کاسه(د زوم لومړی شپه د خواښي کره)؛ لاس پر خوله اېښوول( چپه خوله)؛ د خپله لاسه( د خپل عمل د لاسه)؛ طبیعت خټه کول( غوسه)؛ په خټه کې اخښل(عادت)؛ په یوه اوربښه نه ارزی ( بې ارزښته دی) سترګه ورته نیولی ( امید لرل)، پهلوان پنبه( قوی اندام خو بی زوره او ترسو)؛ پنبه يي تری غلا کړه( اسرار يې رسوا شول)؛ د بریتو باج( په زوره پیسې اخیستل)؛ چغال ته باج ورکول(د پست او مادون حکم منل )، خدای ته مخ او بنده ته شاکول(انصاف)؛ لوی زړه( سخاوت)؛ لاس پوڅي( نوکران)؛ غوښه اخیستل خوشاله او چاغ)؛ خب او چوپ( پټه خوله)؛ دود و بایده کول( رسم او رواج)؛ خدای شرمول( رسوا)؛ پزه تروه کوله( غوسه کول)؛ په يوه پښه ورته درېدل( په دی رښتیا او عجزد چا چوپړ کول)؛ خپلی پښې په تیشه وهل( خپل کام ته زیان رسول)، خپل رزق په لغته وهل(خپله ګټه په لغته وهل) -
بېرته شاته