(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ښاغلی ترابی دوه شعرونه

غزل دَ نفرت نۀ مې نفرت دے ، خو جانان پرې نۀ پوهيږي محبت يو لوي نعمت دے ، خو جانان پرې نۀ پوهيږي بې دَ دې نۀ يم نيمګړے ، بې دَ دې نۀ يم نيمګړے ماته ئې څومره ضرورت دے ، خو جانان پرې نۀ پوهيږي پۀ وړه خبره قار شي ، پۀ وړه خبره قارشي بس پۀ کښې دا يو آفت دے ، خو جانان پرې نۀ پوهيږي ماته تل پۀ سپکه ګوري ، ماته تل پۀ سپکه ګوري زما زړۀ کښې ئې عزت دے ،خو جانان پرې نۀ پوهيږي دا دعوه دي هسې نۀ کړي ، دا دعوه دي هسې نۀ کړي ما پاللے مدام پت دے ، خو جانان پرې نۀ پوهيږي ماته وائې ته څۀ غواړے ، ماته وائې ته څۀ غواړے ما خو کړے محبت دے ، خو جانان پرې نۀ پوهيږي نۀ انکار کړي نۀ اقرار يار، نۀ انکار کړي نۀ اقرار يار حرکت کښې برکت دے ، خو جانان پرې نۀ پوهيږي دَ ديدن پسې ئې ړوند شوم ، دَ ديدن پسې ئې ړوند شوم دروغ نۀ دي حقيقت دے ، خو جانان پرې نۀ پوهيږي کړي تواب نۀ ګيله څله ، کړي تواب نۀ ګيله څله ډېر خراب دَ ده قسمت دے ، خو جانان پرې نۀ پوهيږي ٭٭٭٭٭٭٭ 2008/2/2 ____ الرياض دَ سوات او دير دَ يښو سيمو خلق پۀ سرو غرمو باندې لتاړ لتاړ شو چې بۀ ئې نور منعې کول دَ سوال نۀ هغوي اوس نورو ته دي لاس نيولي تل ئې نفرت دَ دې څيزونو کړے چا ورله هر قسمه وسله راوړله ؟ ژوند چې دَ چا به پۀ سکون تېريدو چا دَ هغو ژوند پۀ تکليف کښې کړلو ښائسته کورونه اوس دَ دغې سيمې لکه تصوير وي دَ زړو کنډرو کاروبارونه دَ اربونو روپو اوس به څۀ کيږي شول دَ نشت برابر هاغه دَ علم پۀ رڼا منور څله تيارو له ئې دَ جهل بيائ پۀ هاغه ښکلي او ښائسته سيمه کښې دَ ګل پۀ ځائے کر دَ بارودو کيږي دا دَ غمونو ډکې څو واقعې چې واورېدلې ما دَ دغو خلقو ډېر شوم خفه چې بۀ ترکومې پښتون دَ غېرغمازو پۀ ولقه کښې راځي دَ چا دَ لاسه چې حالات شو داسې بيا بۀ ئې هم مونږه خبرې منو ؟ کله چې ما پۀ ژړا اولېدله خواله ئې لاړم ما وے ولې موري هغې وے يه بچيه ! جنګ وو ځکه مونږه کور کلے پرېښود دلته راغلو مونږ چې دَ سوات نۀ تر بټ خېلې راتلو لار کښې ناجوړه زوي مې ساه ورکړله زۀ پۀ ژړا او پۀ سلګو ووم ورته يو څو ځوانانو رانه واخست هغه وے موري بس دے حوصله ساته ته ماشوم بۀ خښ کړو پۀ بټ خېله کښې مونږ ټوټه ئې ويوړه دَ ځيګر زمانه زۀ پۀ ژړا دغه شان پاتې شومه بيا دَ بټ خېلې نۀ مردان تۀ لاړم هلته بېخي مې زړګے نۀ لږېدو زۀ ښپالبې ښپې او سرتور سر روانه شومه پياده بيا دَ بټ خېلې پۀ لور کله بۀ ګادې ته هم وختمه چې زۀ بټ خېلې ته راورسېدم پۀ اديرو راپره شوي يم اوس چرته کښې ګورمه ټوکړه دَ ځيګر دَ چا دَ لاسه چې حالات شو داسې بيا بۀ ئې هم مونږه خبرې منو ؟ ډوډۍ دَ مور او بچو مخکښې پرته بچي لګيا وو ښه زر زر ئې خوړه مور ئې پۀ خوا کښې وه سلګو نيولي ما ترې تپوس اوکړلو ولې موري ته هم يو څو نوړۍ خو واخله کنه هغې وے يه بچيه ! وږي خو يم دَ يوې ورځې نۀ څلورو ورځو خو مې نوړۍ دَ حلق نه نۀ تېريږي ځکه چې زۀ راتلم دَ کور کلي نه دَ هر طرف نه ورېدلې ګولۍ ما ټول بچې کړل راروان ځان سره معزوره لور مې يوه پاتې شوله ځکه هغه مونږه راوړلے نۀ شوه اوبۀ مې کېښودے بالټي کښې ورته هم مې ډوډۍ ورته سړې پرېښودے ور مې رابند کړو ورپسې دَ کوټې بيا پۀ سلګو سلګو ئې اووئېل چې اوس بۀ وي مړۀ کۀ نۀ ژوندۍ بۀ وي لا حالات کۀ ښۀ شي او مونږ کور ته لاړ شو زۀ بۀ پۀ کوم حال خپله لور اووينم دَ چا دَ لاسه چې حالات شو داسې بيا بۀ ئې هم مونږه خبرې منو ؟ بيا غريو نېولے هلک ما اوليدو ما ورته اووے خوصله پکار ده هغه وے څنګه حوصله اوکړمه زما خو زړۀ دَ دې دُنيا نۀ موړ شو ځکه چې کلي کښې ګولۍ وريدے مونږه دَځان دَ بچ کېدو دَ پاره مونږ چې دَ کوره رابهر شو کله نو خپل منزل راته معلوم نۀ وو خو کرفي وه مونږ پۀ ټرک کښې کيناستو ټول ټرک چې روان شو ميزائيل راغے ټرک شو تباه خاندان تباه شو زمونږ ټول خوئندې روڼه او هم موراو پلار مې پراته پۀ زمکه او هم زۀ زخمي شوم کرفي وه څوک خواله راتللے نۀ شو سپي او کارغان مو شو لګيا پۀ غوښو پۀ ما کښې ساه وه ماله نۀ شو راتلے زما خاندان شو ټول دَ سپو خواراکه زۀ ورته ژاړمه او چغې وهم بيا شوم بې هوشه ځان نه نۀ ووم خبر اوس هسپتال کښې ستا پۀ خواکښې پروت يم دَ چا دَ لاسه چې حالات شو داسې بيا بۀ ئې هم مونږه خبرې منو ؟ يو سړے ناست وو ډېر خفه پۀ سوچ کښې ما ورته وے ما ما خفه ولې ئې هغه وے څنګ بۀ خفه نۀ يم بچے ! يو زوے الله وو نصيب کړے زما ډېر زيات قابل وو او قرآن ئې ياد کړو ما وے دَ ستړي ژوند دمه ده زما يوه ورځ لاړلو سودا له بهر بازار کښې اوشوه دهماکه ښۀ غټه نورو سره زما زوے هم ښکار شولو دَ چا دَ ظلم هېڅ پوي نۀ شومه زۀ سپينه ټوپۍ پۀ وينو رنګ بنګ راله پۀ لاس راغلي نور ئې هېڅ هم نۀ دي حالات دَ کلي ډېر خراب دي ځکه اوس مونږ پۀ کېمپ کښې ديره شوي يوخو حالات کۀ ښۀ هم شي زمونږ دَ کلي هاغه ښائسته بونېر تۀ نۀ ځمه زۀ ماته بونېر اوس جهنم ښکارېږي ځکه يوه نخښه دَ زوي هم زما بې دَ ټوپۍ نۀ پاتې نشوه ماته دغې ټوپۍ ته بۀ ټول عمر ژاړم دَ چا دَ لاسه چې حالات شو داسې بيا بۀ ئې هم مونږه خبرې منو ؟ يو بل سره ميلاؤ پۀ کيمپ کښې شومه چې ئې دَ سترګو بهېدلې اوښکې ما ورته وے الله بۀ خېر کړي خېر دے آ! وے چې اوس به څنګه خېر شي وروره زما خو ټول خاندان تباه برباد شو ژوند وو زما دَ خوشحالو پۀ غېږ کـښې هم پرې څادر وو دَ سُکون خور شوے ښائسته زامن او هم ښائسته نوسي مې لونړه مې هم دَ مور پۀ خوا کښې ناستي زۀ ووم ډاکټر له هسپتال ته تلے کله چې کلي ته راستون شومه زۀ دَ کور پۀ خوا کښې ګڼه ګوڼه مې وه زما دَ ښپو لاسو نۀ دم اووتو چا راته اووے حوصله اوساته کور ستا دَ توپ پۀ ګولۍ اولږېدو ما وے چې څوک پۀ کښې بچ شوي کنه راته ئې اووے څۀ امکان نۀ ښکاري ځکه چې کور دي دړي وړي پروت دے زۀ تواب ګرځکه کوڅه پۀ کوڅه دَ پښتنو نۀ دا تپوس کوؤمه دَ چا دَ لاسه چې حالات شو داسې بيا بۀ ئې هم مونږه خبرې منو ؟

2009/5/15___ هرات را ولپنډۍ -
بېرته شاته