(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

د احساس او د الهام چې الهام چې یارانه شي خالی زړه وی د شعرونو خزانه شی چې رنګونه پرې راغونډ شی پيمانه شی نو رنګونه ترې راتوي شی ترانه شی د دانې په مينځ کې پټ دي خروارونه له خرواره چې رابېله شی دانه شی حقيقت په حقيقت کې حقيقت وی چې فريب ورسره ګډ شی افسانه شی په اورونو د دنيا ي پروا نه شی چې لمبو سره بلد شی پروانه شی د خبرو يو اعزاز دې زما نه شی په کردار چې مې قايله زمانه شی خفګان څه دے که دا مال او زر ستا نه شی افتونه دې خوښ نه دی چې ستانه شی خا موشۍ ته چې جمود واې خطا دی چغيدونکې مرغۍ زر زر نشانه شی عندليبه ملغلرې پکې توۍ کړه چی شعرونه دې په تول باندې درانه شی

-
بېرته شاته