(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زما سوچ

درسره تګ پۀ لاره ځکه نۀ کړم چرته ستم پۀ خپله زمکه نۀ کړم چې ئې قلم پۀ نخښه کړے راله څنګه نفرت بۀ دَ ټوپکه نۀ کړم ځان ته بۀ هسې پښتون وايمه نو دَ پښتو ناوي چې نېنزکه نۀ کړم تۀ ئې شړے ، ورغاړؤځمه زۀ زۀ دَ مزدور دَ خولو کرکه نۀ کړم ماته پښتو مې خپل بابا پرېښودي نخښه دَ لاس بۀ ئې زۀ ورکه نۀ کړم تۀ ئې چې څيز ته دَ بل سم رپېږے دَ بل دَ څيز نۀ خو زۀ څکه نۀ کړم دا خو دَ خپل ځان سپکاوے ګڼمه پښتو بۀ خپله چاته سپکه نۀ کړم زۀ خو واکدار څۀ دَ وطن نۀ يمه چې بۀ يو کار هم بې کومکه نۀ کړم وائ چې مخ دے دَ الله دَ نوره نفرت دَ هر انسان نۀ ځکه نۀ کړم دَ خپله لاسه زۀ تواب کړېږم بيا بۀ اعتبار پۀ چا له ټکه نۀ کړم

٭====٭====٭ الرياض -
بېرته شاته