(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ښکلی کند هاره

د تاریخ د ویا ړ شا هده زمونږ ښکلی کند هاره د احمد میرویس وطنه پرتا ډیر ویاړم سر شاره د افغان دژوند ازمون ته د میړانی لوی سنګر وي ستا لمن کی دی لوي شوی زرغونه او نازو دواړه د اشرف د ننګ کیسی خو نن له تا سره پرتي دی د هو تکو د پلار کوریې د عینو کاریز ملیاره د میوند د جګړی پت یې د ایوب د جنګ مر چله د ملالی د خولی چیغۍ دښمن مات کړل بی اختیاره ستا په خاوره کی پرته ده دخرقی لوی افتخار چهل زنه او منزل باغ دی د تاریخ په ویاړ یاد ګاره د بابا ولی میلو ته به در ځمه که وزګازشوم ارغنداب د میوو ځای دی که څوک پریږدي پر قراره نن ته ولی ډیر خپه یې ستا له سترګو اوښکی څا څی ستا ځلمیان په وینو رنګ دی مځکه سره ده کور ویجاړه ستا په خاوره کی نن ولی د پردو ځا لګۍ جوړی دا لمسیان دی ټو له څه شول یو پر بل بی اعتباره ځان را ویښ کړه ته د خوبه ټول افغان ستا په امید دی بیر ته اور سه سره لمبه شه د دښمن د ستر ګو خاره ته د ټول افغان اولس ته دوحدت لاسو نه ورکړه د نفاق تخمونه ورک کړه د تاریخ ستر افتخاره دعلمی نړۍ ډګرته د عر فان ډیوه کړه بله د وروری چوکاټ پیداکړه آزاد ګرځه لاس تر غاړه د نیکانو تیر تاریخ ته د عزت په ستر ګو ګوره د غلیم غلامی پریږده د خپل خاوری خدمتګاره په جګړو کی خیر نشته د خپل پلار وطن آباد کړه د محبت کاروان ملتیا کړه ژوند کوه په افتخاره دعبرت در سونه واخله د ظالم ظلم کړه ختم ددوستی نیا لونه کښیږده نوی نسل کړه کا مګاره ستا قربان شم کند هاره لږ څه سوچ او فکر وکړه د خپل ځان اعتماد خپل کړه تا ته ټول دی انتظاره څومره ډیری دی خبری ،مشوره بس ده نورزیه د افغان اولس ویښتوب ته دعا کړمه تر سهاره

Khkuli Kandahara Poet:Wali Mohammad Noorzai هالند شنبه د اکتوبر ۹ نیټه ۲۰۱۰ ولی محمد نورزی -
بېرته شاته