(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ښاغلی نظری دري شعرونه

اور اخیستی زړه په هره جرګه مو ټکی ټکی کیږي زړه په هر فرمان مو لوېږي له کوګله زړه خدایږودا بربوړکۍ به وي تر کومه څومره به لا تشوي پر موږ خپل زړه دوستانو دی دا ولکه خوشبویه کړه له وږمې یې زموږ له خولې لویږي زړه ته خپله تربوختو سکروټوته وهې لمن چې په اور يې اور اخلی زموږ زړه منه چې ګوربتان نشته په لوړو غرو کي ډیر مه اخله په دی ګومان او خیال زړه موږ چې ستا دا دسولې سرکس ته ګورو کښانده مو دی په دې جوکرانو زړه چې ستا د آس ګردۍ ځغاسته ګورو نه لرو هیڅ یو د رسیدو ډاډ په زړه داجوکران چې تا پرچچو غاړه کښېنولی غروړی لري هغوی موږ ته په زړه موږ ټوله درته وایو په یوه سلا د اکوبکو دجوکرانو له ټوقو تورشوی دی زموږ زړه زموږ اوس ستا په اکروباتو سر خلاصیږی موږ نور راکښلي نه شو ازغی پرخپل زړه سیلانیان ټوله درته غاښونه چیچي ته نه اورې د هغو غړېچی د غوږپه زړه راته ښکاري ستا په اوړو کې شګه غاښونه مو مات شول اوس وار دی د زړه زړه دی سوړ کړ په دې هیوادد بزرګانو کله به سوړ شي له دې چوبکیانو ستا زړه دسمبولیکو غونډو اوجرګو پروفیسره خلاصه دی نه کړه یوه غوټه د ولس د زړه ولس ته په ګوتو ښه کشمیر جوړوې چې په کارغه کرک نیسې، نه يي دوه زړه تا ډیر داسې نور کفنونه څیري کړي په موږک ویروې تل دپړانګ دربېدلی زړه په پښتنو دی مځکه سره کړه لکه غاټول په چمن کې دی هریوه ته داغ ورکړ پرزړه ړوند لا پوهیږي چې اوګره ده تروه کله کله منه دا اوګره نه ده د ولس په زړه تاداو د نظام دی برزګانو کوږ ايښي ستا کارونه هم کاږه دی کوږفکر کوږ زړه چې یې ډیر وژلی هغه تا ته حق دار دي قدر دان ولس غواړی تاته هم خوږ د زړه دلته دود دی په سوټي لیری کوی آغاګان ځکه یو نه دی تللی تر اوسه په خپل زړه پوهیږو ته بیا خیال لري د زوم کیدو درپه زړه کوم ،په ناوی مه تړه نور زړه

کنايي زړه لویدل ( ویره)؛زړه سړول( کست اخیستل)؛زړه ماتیدل( ناامیده کیدل)؛زړه ورکول ( عاشق کیدل)؛زړه توریدل ( ناامیدي یا بیزاري)؛دزړه غوټه خلا صول ( غم لیری کول )؛زړه پر ټکۍ ټکۍ کیدل( ټوټه ټوټه کیدل)؛زړه پوره کول( خاطر جمع)؛ زړه کښانده ول( ګډوډ)؛د زړه ډاډ( اطمنان)؛ زړه دربول( وسواس)؛دوه زړه کیدل( متردد)؛زړه اچول( ویره)؛زړه تورن( کرکه ) ؛ په زړه کې غروړی درلودل( کینه)؛ لوی زړه( سخاوت)؛ازغی پر زړه راکښل( تحمل)؛ مځکه پرې سره کول( عذاب ول)؛ ور په زړه کول( په یادول)؛زړه تشول( غوسه)؛ زړه اخیستل(جرات کول)؛زړه اور اخیستل( تږی)؛

باغ که خراب وې ، الو پکښي ږده یود قرباني پيسې وړي په بېسکیټو کي بل یې ملیونونه ډالر ځغلوی په طیارو کي دا بل نه مانجه کوی رانجه په سترګو کي ددې رژیم دتاداو ډبره اېښول شوې ده کږه باغ که خراب وې ، له سره الو پکښې ږده د تخار پښتانه پراته دی په توره دربله کي د لیلی شهیدان چیغې وهي په دښته کي کوچیان څوک نه پرېږدي په شنه واښینه کي دې اولکې ته کوټوالان راغلي دي بې ویزه باغ که خراب وې، الو یکه یکه پکښې ږده یوه یې په سروکې میخونه ټک وهي بل يې د تیو غوښه یو بل ته ډالۍ کوي دا يې د مړو نڅاته ملګری میلمانه کوي مه مې ډیرغموه ، غوچی پرې مې ږده! باغ که خراب وې ، کوټه الو پکښې ږده په شلو پښتنوکې که یو ږغیږی په بل لسان ټوله ږغیږی پښتانه د هغه میلمه په زبان په پښتني سیمو کې اوسیږی نور ملتان اې وطنواله د پښتون په شا بوغچه مه ږده باغ که خراب وې ، الو پکښي یک دوکه ږده ځینې ته ګرانه له پوهنتو نه دانشکده ده یوازې په پښتنې سیمو کې د اور لمبه ده ولې د القاعده لکۍ تړلې په پښتانه ده کشر ته مه وایه د مشر په غاړه هله پښه ږده باغ که خراب وې ، الو په تومبسکه ږده اوس د ښځو د تیو جراحان دی امران د سر د میخو نجاران دی مرستیالان د مړو نڅا ګران دلته اوس دی وکیلان پښتونه! ډوډۍ په دې خواپخی مه ږده که سم بڼ غواړې الو په کښې پرې مه ږده

لغتونه او کنايي: غوچی پرې می ږده( ورک يي کړه!)؛شنه واښینه (شنه واښه)؛ توردربله ( جیل)؛تومبسکه( لوړه مځکه)؟ یکه دوکه ( خال خال)؛ اولکه ( وطن ) ، کوټوال ( د جېلخانې امر)؛خواپخی ( دستر خوان)

تا ته ووایم څه بل ته په غوړه مالی خوښ سر ته ووایم څه چې غواړي مېړه هغه نر ته ووایم څه چې خاوند پيداکوي ادکې مو رته هغه بادور اونامي رهبر ته ووایم څه چې د ورونو په وژلو ډیروي خپل اعتبار هغه غیرت مند ملی رهبر ته ووایم څه چې خپل بولي پردي پردي سکه ورونه هغه جهان دیده غټ سترګور ته ووایم څه چې وايي په سرکوزو کې هم ښه شته ددې وینا لوی پوه مشاهیر ته ووایم څه هغه ښوی چې په منګولو کي نه ټینګیږي هغسې خپلواک ولسمشر ته ووایم څه موږ په ارث وړې ده آزادي لکه مال ومنال د هغه د پلورولو ملی تاجرته ووایم څه دلته ډیر د بشرې حقوقو شته شیخ چلیان عادل هیګ اودادګر حقوق بشر ته ووایم څه هر ورځ ناتو اعلانوی لوی هشت و مشت دښځو ماشومانو د وژولو ظفر ته ووایم څه چې له پښتنو جوړ وي تندوری کباب ددې کبابیانو تګ راتک لروبر ته ووایم څه اوس ان بې پيلوټه الوتکه لا وژني پښتانه ددې پښتنو ډیر سخی دادګر ته ووایم څه هغه چې دا بڼ یې کړ بل ته خوږه کاسه د هغو مهربانو بزرګانومکرته ووایم څه تکړه قصابان یې کړله موږ ته محزز وکیلان دی خوش اخلاقه شورااو مشر ته ووایم څه میله ده الوی کیږي هر چیري سپین پسونه ددجال د اوبو او ډوډۍ سپين غر ته ووایم څه دامیاګان چې وویني دشین سترګو یو تن د هغو خوشامندوګرو فن او هنر ته ووایم څه هر څوک په خپل ځان کندن دی دلته اخته چې د یتیم خوشمړي استوی بهر ته ووایم څه اخیر به لکه نورو مزه وڅکې د مړینې دوی هم چې درشم ستا د شناختی سر ته ووایم څه که څه دلته بد مړ ي او ښه ژونديان نشته خو تا ښه ژوندی او بد مړ ته به ووایم څه

-
بېرته شاته