(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د خدمتګار شعرونه تازه شول

غزل سپوږمۍ دی پټه کړه له مونږه توره شپه دی راوړه شپی نه دی هم آرام اخیستئ دئ خپه دی راوړه دکلي خلک درته ولې بیړاګان ښکاري ټول خومان دی مات کړل خو دزهرو پیمانه دی راوړه تا خو جومات کی عبادت کولو نه يي خبر دڅنګ چاړه دی سپینه وړې وه خوسره دی راوړه یو ځل خو وګوره عمل خپل دوجدان ګریوان کی دورور په وینو دی خال ایښئ آینه دی راوړه که داویده ښاماران ویښ شولو ضرور به دی خوري جواب به ورکړی چی له کومه خزانه دی راوړه څو به دی توره غدۍ ساتي په تورتم کوڅو کی تر څو به ویاړې چی دکام مرګيدانه دی راوړه دخدمتګار په محبت به څو تورونه تپې څو به په دروغو یار ته وئ چی نښانه دی راوړه محمدیوسف خدمتګار مزدورزوی ناروی **** غزل لکه للمي ګل چی سهر کی په شبنم تازه شي هسی می زړه ستا په وعده باندی صنم تازه شي ددرد کیسو دپښتانه چاپیریال ریبلئ یمه دفکر ټپ می په هر لوري هر قدم تازه شي وریځې راپورته شي مونږوایوچی باران به وشي کاڼي راووریږي بیا زمونږه غم تازه شي تا پسې وژاړم که ستاڅیري ګریوان راټول کړم هره شیبه جوړه ژړا ده په یو بم تازه شي لکه په پوخ فصل ږلۍ دکال خواري تباه کړي ستا په کوڅه کی ځان وژنې دم په دم تازه شي داچی دژوند لیارې تورتم ښکاري په دی وجه دي مونږبی خبره یودسترګو نورمو کم تازه شي ته خدمتګاره لکه پرخه زما دخیال په چمن زمونږ راتلونکئ به یووخت ستا په قلم تازه شي ***** غزل له توپان وروسته به بیا راشین غاټول شي شپه به تیره شي خپاره لونګ به ټول شي دزوړ غور دجم منار که کیسه وکړه دضحاک دشپون رمه به خپل شپول شي دعاشرو دکوټې غرونه چې سره ښکاري دغه سره څاڅکي به یوځای یوسنبول شي مناجات دبیټ نیکه به خداي قبول کړي دافغان ولس به بیا ودان کهول شي پښتنې میندې به بل احمد پیدا کړي دا مات شوئ خپورلښکر به پرې راټول شي پښتونحوا کی به بیا نور بمونه نه چوي دتخار دغلام خان پښتون که تول شي دبابړې شهیدان به بیا رنګ راوړي که جانان جانان پښتون ولس پرې ټول شي دلیلې دښته به سره ګلونه وکړي خدمتګاره داغیار به رسوا ګول شي

-
بېرته شاته