(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اغزن سيم

لکه غوټۍ ګل له نسيمه نه يو راشنه اغزي د چا پر سيمه نه يو که زور ايمان مو ورښوولي دي هم بياهم بېغمه له غليمه نه يو موږ ورشلولي دار رسۍ او زنځير په وېره تراه يې له دژخيمه نه يو ډېر يو د ژوند له ژندرو روغ راوتي اړ په زندۍ، زندان، کړکيمه نه يو چې يې رانغښتې د نړۍ ناخوالې لا خو ملاماتي له ها سکيمه نه يو تر ګلکڅو تور واټنونه مخ ته سم غاړې وتي لا تر ګيمه نه يو يو که هرڅو د هسکو هسکوته هسک لا رسېدلي يې تر نيمه نه يو بېخ و بنسټ مو تر ناپايو اوړي چېرې له بوټي لوخې بيمه نه يو پر سرو لمبو ورځو، اورپښتي خو يو څه که له پښت د ابراهيمه نه يو مينه مو اړوي د مرګ تر پولې، څه اندېښمن له اغزن سيمه نه يو!

کړکيمه( قفس)، سکيم(جوال)، ګيم( د کڅ يا سيند غاړې څېرمه شېله)،بيم(د لوخې بېخ). پوهاندډاکتر مجاور احمد زيار اکسفورډ ـ انګلستان -
بېرته شاته