(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دوه شعرونه

مينې سبق د مينې سبق اخلم زه له څاڅکی د شبنم د ګل په پاڼه پروت وې يا د ګل په خوا کې مړ د بخت ارمانی ښه وو چې تر تخته پورې لاړ د تخت ارمانی پروت وو د درشل په خوا کې مړ د دنګو غرونو باز ته مې د نياز قيصه کووم ما مه ګوره د زلفو د ځنګل په خوا کې مړ **** فارميسی که غاښ باندې دې دړد وی خوره پونسټان ماشومان دې کړه ويده په فنرګان د غوږ دړد له دی قطرې ليډوسپورين په مليريا کې ښه وی بيسوکوين که دې ګيډه کې چينجی وی خوره کيټريکس د سينې زخم له ښه وی سيپوريکس نيم سيری له ميلاويږی مايګريل د ټينګ خوب د پاره ښه وی رسټوريل په ميادی تبه کې څوارلس ټيريويډ د پنډو دړد له کيپسول دی اينډوسيډ که شوګر دې وی په چاے کې څښه کينډريل د بلغمو راويستو له بيناډريل خوږ د سترګو له راواخله پولی فيکس هم د لوږې زياتيدو له ټريس اوريکس دې د پوزې بنديدو زاينوسين د مرۍ د خوږيدو اريتهروسين څښه کيلسی ډير په ګرمۍ د پشکال درز د زړه که زياتيدو نو انډرال که دې تبه وی نو اوخوره پناډال د الرجی ميلاويږی انسيډال په زکام کې ډير ښه کار کوی کفکول که وجود دې خوږيده نو خوره امول که ټوخے دې وی نو اوڅکه ټوسيويل که خارښ درباندې راغے خوره اے ويل دے د قبض ښه علاج بيساکوډيل د چکر د پاره ښه وی سټيميټيل په ميرګو کې استعمال کړه ټيګريټال زخم هر وختې راوينځه په ډيټال په بلډ پرشر کې يو دی ايټينی لال په دستونو کې چې هير نه کړې بسمال که پيچس دې وی نو خوره انټاميزول د معدې زخم له دی اومي پرازول که دې غم غلطوې ليکسوټينيل خوره د دمې په دوايانو کې بريکنيل خوره په اولټو کې استعمال کړه ګريوینيټ د فولادو د کمی فيرس سلفيټ که متيازې دې سوزيږی څښه يورال سوزيدلی له ښه کيږی زيړ برنال که دې خله پخه شوه څاڅکی دی نلسټيټ د معدې په سوزيدو کې وايډريټ په دردونو کې ګولۍ دی ډيکلوران که کمزورے ي نو خوره نيوروبيان په اخيره کې مې واوره دا بيان نيم ډاکټر ګورے خطره وی د خپل ځان ******* د عندليب د [ ګورګورې ] نه غزل شور چې په وير کې نشته درد په دلګير کې نشته لوبه ښه ګرمه ده خو ذوق تماشګير کې نشته ځګے د قبر زما ستا په جاګير کې نشته تقدير ته هيڅ مه وايه زور دې تدبير کې نشته عجز ددې زمانې په يو فقير کې نشته هسې ساګانې اخلی ژوند ي ضمير کې نشته مريد به څه اوستايم خوند ي په پير کې نشته چا راته وې عندليب چرته په دير کې نشته

دير تالاش -
بېرته شاته