(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دهوږې ټیغ او دوړن آغا،دوه طنزونه

دهوږې ټیغ

څه د غبن څه دپردویو په زور واکمنو د ګلخانې له پخلنځیه پر موږ مه باسئ ټیغ د نړيوالو د بې سارو مرستو جانی دوښمنو د دوبی دغمبادو له پزوپر موږ مه باسئ ټیغ د خوړینو ښکاریانو په لومو کې مارغانو د زرین قفسو له دننه پر موږ مه باسئ ټیغ بدماشان مو سپاره کړه د ولس پر چچوغاړو د کلینرانو له خولو د مارشالانو مه باسئ ټیغ ټوله ناخوالې پټ دي ستا سو تر چپنو لاندی د هیضه غدارنو له خولو پرموږ مه باسئ ټیغ اداره مو په شخصي او تنظمي پښو ده درولې دخوږ نسوسلاکاروله پزی پر موږ مه باسئ ټیغ د درو ګونو قواوی نغری مو نسکور شوی ددی مات نغري له دیګه پر موږ مه باسئ ټیغ په ناروغانود ناروغانو درملنه کیږي کله د نرې رنځانو له خولی د روغومه باسئ ټیغ چې د بهرنی له منګلو ځان نکړئ خوشی د سوځولو وعدو له دوده پر موږ مه باسئ ټیغ دوطن کیک دپرې کولو لپاره مو تیره کړه چاړه دنورو کلموشولوله خولې پر موږ مه باسئ ټیغ پنجشیر مو کړ په سپینوسترګو لوی ولایت د اتل د لقب له هینځې بویه پر موږ مه باسئ ټیغ ټول تیم مو د چم د استخبراتو دی لاسپوڅي یوازې دنس خوږي سیا پر موږمه باسئ ټیغ د ویکیلیس راپورت مو هرومرو لیدلی موخه پښتون دی دا لقاهدو مه باسئ ټیغ کمسیون په کمیسون او کمسیون په کمیسون ددې نا هضمو خوړو پر موږ نورمه باسئ ټیغ غټ نسو یارانو مو جارو کړ کل پاکه پتنوس بی مثلثو، ‌ذوذنقو او زاویو نور مه باسئ ټیغ ښوی ښوی رنګه کبان مو پر ځان راټول کړی د هغو د ډالر خورو له علمه مه باسئ ټیغ ملې چارې لکه ژاولی ژو یاست چړک چړک دنس خوږی د کپې پر موږ مه باسئ ټیغ د پردو د لاس پوڅو مو جوړه کړې ګبینه دمصلحت الشراکت د هریړو مه باسئ ټیغ خپله خوری هوږه په بل یې اچوئ خوش بویي د وږی له خولې د هوږی پر موږ مه باسئ ټیغ دهوايې تاړاکونوهدف مو کړ یوازی پښتون ددټنبه شووناتو قواو د خولي مه باسئ ټیغ خپله یې څیرئ بیا وراچوئ خپله رنګه ګېنډې د خپلو وروستو شو کولمو پر موږ مه باسئ ټیغ دوړن آغا دوړن آغا باټیږي په کوشنیو وړو شیانو په څوکۍ، پیسو او ناسته سره د لویانو ژر یې رمباړه شي لکه د نسلي غویانو سترګې یې ړندی شي په خپلویارانو نه خاندي ان په تس د خپلو دوستانو نه راځي په کتار کي د خپلو بنډاریانو کرار کرار يي غوږونه شي لږڅه درانه یوه سترګه پورته بله یې شي ډیره کښته خبری یې شي لکه زوم غټي او لا غټي وعدې یې لکه نوماندي کلکي کلکي تګ او راتګ يې شي وروکرار کرار په یوه توخي شي ژیړ رنځور او بیمار آغا جانه په دې لوبه ځان مه ښیه مالدار داشیان نه لري په اوسنی زمانه کې اعتبار انسان نه لري ان دخپل ژوند اوس اختیار ډیر پاچاهان شول دلته ناببره په سر د دار دډیرو قبرونه ورک شول د خپل دیار ډیر خجل په کورناست دی خوار و زار آغا د ژوند په لوړه ډیر مه غوره کیږه هر لوړه لري یوه ژوره بیرته د ګذار بابا وایي لکه ونه په یوه ځای اوسه نه لکه دهغه سیوری کله لږ کله بسیار اخیر به ته يي او هغه زاړه دوستان نه به داڅوکۍ وی نه بیاهغه آبادار مه ختاوځه په دې دنیاوی سروسامان چي وړل يي نشئ د ذرې کم نه خروار پر مځکه ځه نه لکه بوغی په هوا چې په پو په هواکیږه په یو ځوز خوار

آباد ار(دعزت خاوند) -
بېرته شاته