(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ښاغلی خدمتګار شعرونه تازه شول

غزلکه می شوله دصورت خونه ویجاړه خوښ په دې یم چی می ټيټه نه شوه غاړه لکه شمع دی دسترګو مخ ته وسوم بس تصویر ته دی کووم دمیني ژباړه دسبا په تمه شمیرم دشپې ستوري یوه ورځ به سره بیا ووینو دواړه دژوندون لارې سورۍ دي بیا به درشم په وعده دمحبت که وې ولاړه په تورتم کی درڼا په لورې یون دئ منتظر دسباوون یو مونږه دواړه زه تړلی کډه ناست یم درباریږم سمندر کی وچ ساحل غواړم یا غاړه خدمتګاره لاس په کارشه لار پیدا کړه که نه پاتی شوی توپان کی خیر دی غواړه **** محمد یوسف خدمتګار مزدورزوی دیتیمانواختر په کور او کلي اختر راغې خو خوښي نه شته دئ ځکه يي سپیني لیچې تشې دي بنګړي نه شته دئ نکریزي پاتی شولی وچی چا لندې نه کړلې لاسونه سره د ورور په وینو ورور ولي نه شته دئ دګلاب ګل ځوانیمرګ شوئ یو ډنډ رپاتې دئ غوټۍ تنکۍ دي رژیدلي چی مالي نه شته دۍ په چنارونو کی زوړ ټال دتیر اختر پاې دئ چی په کی وزانګي هغه پیغلې خیالي نه شته دئ دوخت واکمن سوداګري کړي په اختر او برات خوار یتیمان په خیټه وږي او کالي نه شته دئ زمونږه خونې بل نیولي مونږه پټ او سیږ و په خپل کاله کی زمونږ امن سوکالي نه شته دئ اختر له بس دئ چی يي یاد کړو پخواني یادونه ښکلي یاران يي خدمتګاره پخواني نه شته دئ

ارمانونه مو تر سره او اختر دی مبارک شه -
بېرته شاته