(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جنګونه ودروۍ!

ای د جنګ غاړو دا روان جنګونه ودروۍ دا د افغان په وینو ډک سیندونه ودروۍ ترڅوبه هره ورځ روانئ جنازئ وي دلته د خدای په پار دا ناروا قتلونه ودروۍ ولی دبل په لمسون خپل ښکلۍ وطن ورانوئ؟ په خپل وطـــــــن کی د جګړئ اورونه و دروۍ د کونډو رنډو یتیمانو غږ اسمان ته رسي نور مو په کليو راروان بمـــونــــه ودروۍ زموږ د خاورۍ هر قـدم په هــدیرو ډک سوئ بس کړی ، وطن کی په هر کور غمونه ودروۍ تر څو به دا وطن سوزیږي د جګړو په اورکی جنـــــګونــــــــه ودروۍ دا مـــرګـونــه ودروۍ د وطن موردی چې ځوریږي دبچو په ویرکې نور دئ ویرجنۍ وطن مور دردونه ودروۍ * * *

ویانا / ۷ /۹/ ۲۰۱۰ -
بېرته شاته