(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مور، زوئی او سېلاب

هغه يو مور چې يک يو نازولی بچی په دواړه لاسه د سينې د پاسه کلک نيولی هغه يو مور چې ئې د خپل زړۀ د دردونو ګلاب په خپلو لېچو کښې راټول لکه غنچک نيولی هغه يو مور چې ئې زړۀ د پرهر خور ريدي ته د سيند سنګينو لېونو چپو څټک نيولی هغه يو مور چې ئې د زړۀ د جنون هره درزا ګمان نيولې، تلوسې نيولې، شک نيولې هغه يو مور د دۀ د يو ځل د ليدو په ارمان لکه چې چا لاهو جانان ته وي اټک نيولی هغه غنچک غنچک ماشوم چې ئې واړۀ لاسونه د مور د غاړې نه تاؤ کړي دي چپې ئې وهي هغه ماشوم چې پرې د ګل ګزار چا نۀ ؤ کړی د مور د امن غېږ کښې هم څوک خونړی ئې وهي دا دي چپې د مور او زوي په سر را واوړېدلې لاړه درزا د لېونو زړونو قلاره شوله مرګي کړۀ مړۀ خو د يو بل نه ئې ونۀ شو کول مينه شوه ډوبه ورکه نۀ شوله سرداره شوله د مور او زوي رشته د مينې د تخليق رشته ده نۀ کوم سېلاب ختمه کړه، نۀ به ئې توپان ختمه کړي ژوند خو بې شکه سلسله وي د حسرت او ارمان څوک دي چې دغه سلسله به د ارمان ختمه کړي هغه په يو بل پورې انښتي مور او زوي چې خلقو خاورو ته کله هم د اوښکو په کفن کښې سپارل عېن په دغه وخت يو بلې مور يو بل بچي ته ژوندون ورکړی ؤ دنيا ته ئې ژړل او خندل د پشکال باران به هر کله په دې موسم کښې په قهر راغی ولې داسې خونړی به نۀ ؤ داسې قاتل به نۀ ؤ داسې غرڅنی به نۀ ؤ د خلقو ورور به ؤ خو داسې مېرنی به نۀ ؤ خو ځه خبر خو شو سېلاب هم ئې چپې خبر شوې چې نۀ رشته د مور او زوي د غوڅېدو شی دی نۀ لا مات شوی، نۀ ماتېږي تسلسل د ژوندون نۀ لا چينه د دې تخليق د وچېدو شی دی

Mor, zoay au sylaab Poet: Rahmat Shah Sayal -
بېرته شاته