(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دبل له لاسه در په در پښتنو

ځما د پلار نیکه ټـبــر پښتنو دبل له لاسه در په در پښتنو ستاسي کیږدیو نه قصرونه زار شه ستاسي شړیو نه شـالـونـه زار شـه ما ته د هر چا نه بهتر پښتنو دبل له لاسه در په در پښتنو *** تنها پری نه ږدئ باچاخان په جـیـل کی چی خفه نه کړئ صمد خان په جیل کی سـلام سـلام دپـیـښـور پښتنو دبل له لاسه در په در پښتنو *** زه ملنګ جان ګریوان شلیدلی ښه یم د قـام پـه غـم کی سـوزیـدلـی ښـه یم سر ورکوم ستاسی په سر پښتنو دبـل له لاسـه در پـه در پـښتـنو

ملې شاعر ملنګ جان -
بېرته شاته