(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اسماعیل شاهد او سید رحمن شینو

اسماعیل شاهد منل شوی هنر مند چی دپیړئ رایادیږی اسمــاعیل هر ه ګړئ په تمثیل او په رولونو کی زمری دی د هر چانه دغه لار کی بریالی دی په نړی کی د هنر یو لوی سلطان دی پښتو ژبه یی ځلولی پاس اسمان دی په هر رول کی د هنر ښه کامیاب دی ثانی نشته لا تر او سه اب وتاب دی رنګا رنګ ښکلی رولونه یی ادا کړي ته به وایی چی سل کاله یی زده کړي ***** سید رحمن شینو په شینو باندی مشهور دی سید رحمن په تمثیل کی ی ګټلی هر میدان په پښتو پښتونولی کی دی ستر شوی په فن او په تمثیل کی مالوم شوی ***** ف فضلی د ادب او د تمثیل د سر سالار وه دا فضلی صیب د پښتو ژبی غمخوار وه د تمثیل او د هنر ځمکه یی اوبه کړه په زحمت او په پاللو یی ښه تازه کړه ژوند تر پایه د دی لاری لاروی وه د ادب او د تمثیل ورور سکنی وه هم د تیاتر ډرامو ډایریکتر وه هم پخپله یی لیکونکی د تمثیل یی کرکټر وه ***** کاتب پا څون د هنر او د تمثیل ستره نړئ کی ما لیدلی دی کاتب دغه کړئ کی هم لیکوال هم ممثیل هم هنر مند وه هر نفس د پښتو ژبی ارزومند وه پدی برخه کی وتلی ښه څیره وه مینوالو د هنر ښه نمونه وه هم لیکوال دی دی د رنګ رنګ مضمونونو ډرامو او د پارچو او تمثیلونو د طنزونو برخی یی ډیری دی پیاوړی بیلو بیلو مسایلو کی یی راوړی د طنزونو یوه ټولګه یی د ګوړی اچار دی د ادب او د تمثیل برخی سردار دی ***** حاجی کامران د رولونو زمری مو دی کامران چی ټول عمر د تمثیل لار کی روان افغانی هنر ته ورکړله ځلا وطنوالو کی مشهور دی هری خوا ***** جان محمد پلار چی مدام یی وه هنر سه سر او کار چی هم پلار یی معنوی وه همدا پلار د پلار صیب خدمتونه پدی برخه کی څرګند دی لوبولی یی تمثیلونه ډیر په خوند دی ډیر کلونه یی تیر کړی په هنر کی وه مشهور د افغانانو هر مظهر کی د ارمان فلم یی وه یو ستر شاهکار په ډایرکت د نظری کی واقعی پلار ***** منان ملګری نومیالی وه د هنر منان ملګری په تمثیل او په ادب کی وه سر لوړی ښه شاعر او ښه لیکوال د ددغی برخی ورولی یی سهار ماښام پری پرخي ډرامو او پارچو وه ښه لیکونکی تل ژوندی مو دی په زړو کی او منونکی ***** نظر محمد ښه لیکونی دی د ښکلو ډرامو نظرمحمد دی هم لیکونکی د فلمونو ډرامو د هنر ددغی برخی خدمتګار دی هم روان د پښتنو پښتو په لار دی هم لیکونکی د نثرونو او پارچو دی هم لیکونکی د ښایسته ښکلو کیسو دی ***** نصرا لله حافظ چی شعرونه یی ویلی په بلبلو نصرالله وه ښه شاعر د ښو بدلو په راډیو کی یی پښټو ژبه کړه څرګنده د زړه وینه یی ورکړی ده ګل رنګه ادم خان او درخانی کیسه یی ویلی په شعرو کی د تمثیل ښکلی هنر او ډرامو کی

-
بېرته شاته