(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د زرلښت حفیظ دوه شعرونه

ماته په اختر کې ماته په اختر کې بياخيالي نکريزي راوړه لاړ شه ننګرهار ته بوډيالي نکريزي راوړه بيا د واړه لاسونه د بنګړو نه ډکومه زه ځمه ګل ميلو ته ګلالې نکريزي راوړه **** ځمه پيښور ته پښتنو ميندوته دوعاکوم سوله ورته غواړمه زيارت دپير بابا کوم بياچې درحمان بابا مزار کې سره وګورو بياداخترورځوکې يو زيرۍ په اشنا کوم **** بيا به ورته وايمه اختر کې جلالا ته ځو بيا په ننګرهار به کې غازي امان الله ته ځو بيادځوانيمرګ ارمان مزارکې به جنډه تړم بيا به د همزولو سره لعل قاسم اغا ته ځو **** خپلو هيواد والو ته دمينې څوکالي غواړم سوله ورته غواړمه اختراونيکمرغي غواړم بيا به د زرلښت په ارمانو باندې سوګند کوم ښکلې ماښامونه سهارونه زرزري غواړم

دقدرشپه کې کلک فولادي عزم ټينګ ايمان راکړه مينه شفقت راته سبحان راکړه ځار ستا د مکې او مدينې نه شم لپه ددوعا کې سپين قران راکړه ستا د قدر شپې ته انتظار يمه ستا ددرملنګ يمه جانان راکړه ډکې له ګناو مې لمحې د ژوند پاک نفس دزمزم اوبه پريمان راکړه زه يې د يو ځل ديدن ارمان لرم ليد د محمد اخر زمان راکړه

Zarlasht Hafeez -
بېرته شاته