(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

روژه - اختربه چیرته وي؟ دوه شعرونه

Ali Khan Safi

اختربه چیرته وي؟ غـم چي پـه کـوروکي وي اخـتربـه چیرته وي؟ لـوڅ چي پـه جاموکي وي اخـتربـه چیرته وي وران چي شي ټاټـوبي مهاجریي څښتـنان شي پـيـټي پـه اوږوکـي وي اخـتربــه چـیرتــه وي ښکلي پښتونـخـواکي پـښتـنوبـانـدي ډزونـه دي هــرلـورجـنازوکـي وي اخـتر بـه چـیرتـه وي علم نه بي برخي ماشومان زموږپه غرونوکي کلـیــووبـــانـــډوکـي وي اخـتربـه چـیرتـه وي څــنګـه بــه ســریــزه دشعـرونـوغــزل ولیکم خلک چي اندیښنوکي وي اختربـه چیرتـه وي ورکـه موپـښـتوســفـارتـونــودافغان کـی شـوه خــواره دفـــتروکـي وي اخـتربـه چـیرتـه وي هـیربـه ماشـومان دپـښتـنوپـښتـونـولـي کانـدي لوست یي بي پښتوکی وي اختربـه چیرته وي زړونه چي تازه وي اخترهم ډیرمزه ناکه وي غـم چي مړاوُ زړوکي وي اختربه چیرته وي خـدايـه د(علي خان) اخترخواخوږوسره وُکوه منـځ چـي دپــردوکي وي اختربـه چیرتـه وي -------------------------------- روژه دالـــلْـه لـــه فـــرائـــضـو یــو روژه ده بیان کــړي یي قـران کي پـه ښکاره ده هـم رسول(ص)یي دي ښیګڼي بیان کړي پـیل کړي یي پــه هغي لمړي خطبه ده ټـولـه ورځ پکښي څښل وخـوړل نشته کـه دخـداي لــپاره وي بیانـو خـوږه ده کـه ریـا وي یـا دخـلکـو غـولـــول وي پــه دنـیا وآخــرت زړوکي بــرچــه ده بدبینۍ کـه نیکبختۍ شـولي پـه زړوکي بـیا پــه دیــن دنـیادهــرمؤمن پــرده ده کــه اوبــه خـواړه روا نــورنـاروا شي بي فایـده ده کـه روژه ده کــه بـوزه ده پاک الـلْه یـوازي زړونـوتــه نظرکړي نـه نورڅه تـه ستا چپه ده که راسته ده کـه هـنداره دِ زړګی شي پـه روژه کي نـور پـه هـره لارشي سمه کـه کـږه ده نیکاري بانــدي جنت تـه بـه داخل شي اوکـه نه پـــه مـخ دې بـــنـده دروازه ده هــرښــه کـارثـمـر دښکلي ونـي بـولـه بـــد کاري ده وچـه ونـه یـا ورســته ده لـه غیبت وجـاسـوسي څخـه ځان ساته اوکـه نـه ږبـه دې تا دې ځـان تـیشه ده که بل چا درتـه پـه بده خوله کړه وازه هـرګــذارلــره سـنـدان دې تـاسـیــنه ده هـرانسان سره پــه ښـه رویه رفتارکړه دامـه وایـــه چـي داسـپورده داپـیـاده ده پـه ښـکاره وپـه پټه مرسته کـول وُکړه دامــه وایـه چي داورځ ده او داشـپه ده پسرلـی غـونـدي پـه هـرچا وُرحـمـیږه دواړه یوکـړه کـه بیدیاده کــه باغچه ده چټلي نه دِ کـه زړه پاک شي روژه کي لانـجـه هـیره کـړه کـه نــوې اوزړه ده خوش بویي به دجنت احساس کول شي لکه بوی دې ګل بدن کي دې وژمه ده پـه قـانون دپـاک څښتن کي(علي خانه) لارښکاره ده که خوږه ده که تـرخه ده

-
بېرته شاته