(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

داځه يم لېونى اوکه مې کـړه لېوني ښــکاري په ورځ نارام په شپه بېدارهرڅه لېوني ښکاري زماپه خوارکي زړګي کې دې وام څله ځاله کړې که همداسې دې خمارخمارکاته لېوني ښکاري مې هره ګړۍ ياده يې مې بل ځاى بل څه نشته چې ښه کوي که څه کوي ستاښه لېوني ښکاري هاتېره ورځ مې ځان سره دلاس ګوتې شمېرلې پنځه شـولې پنځـه واړه پنځـه لېــوني ښـکاري غمـونه راسـره دې آشناټـول مـې مېـلمانـه وي داڅه ډول ژوندون دى داټول شته لېونـي ښکاري بس نورمــې دنــظر په کـــتو مه شهيــدوه چې داڅه شانې په لاره ځي ستاتله لـېوني ښکـاري چې ځانه سره سوچ کوم مې زړه مسافرشـوي نه هاراسره شته دى زړه مازغه لېوني ښکـاري غصه شوه راته ويل يې اميــن زيــــه داڅه وايې نن ښه نه يې که څنګه نن دې کړه لېوني ښکاري

همداشعرپه غږ اوتصويركې په لاندې لينك كې وګورۍ youtube.com/watch?v=pmo9tcxutOk&feature=related -
بېرته شاته