(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ښاغلی عندلیب شعرونه تازه شول

که نظر پرې وکړې ياری د غټو خلکو غم وی که نظر پرې وکړې سيوری د دنګو ونو کم وی که نظر پرې وکړې چې د نيکونو تورې ستای ورځې شبې تيروی دا به د خوارو خلکو چم وی که نظر پرې وکړې دلته اوس ځکه د ادم په مرګ غوغا نه کيږی توره په لاس کې د ادم وی که نظر پرې وکړې ددې ښکاری لومې زړې شوې خو ونه شليدلې په هر يو دام کې ي غنم وی که نظر پرې وکړې سپيره غربت ي د ځوانۍ په خوږو پوهه نه کړی قد ي د سروې سره سم وی که نظر پرې وکړې چې دې حالاتو کې هم ښه ژوندون کوی لګيا دی يا به ملا وی يا به ډم وی که نظر پرې وکړې منزل د هغه سړی لارې عندليبه ساری چا چې تللے خپل قدم وی که نظر پرې وکړې تالاش،دير پوښتونخوا ***** غزل په خپل حال که مې اشنا بلا ژړلی ستا په غم مې هم بلا بلا ژړلی چاته نه واي پښتو ي کچه کيږی د ساقی په مرګ ملا بلا ژړلی د جنت طمعه دې هم کړی خو خالقه، په دنيا پسې دنيا بلا ژړلی ستا خوږې خوږې خبرې مې ياديږی ستا تصوير ته مې بيګا بلا ژړلی د خپل ورور د تورې خرپ دومره ژور وو په پرهر مې مسيحا بلا ژړلی ورشۍ وګورۍ چې بيا د چا زړه مات شه ليونی دغلته بيا بلا ژړلی ګور رڼا شو خو فکرونو کې تيرې دی هښيارانو په رڼا بلا ژړلی که رسا خطا روا که ناروا دی په خطا کې مې رسا بلا ژړلی په خندا دې د خندا ياران مين دی عندليب دې په ژړا بلا ژړلی کاڼی څوک به واخلی څه د کاڼی زه د کاڼی ته د کاڼی په کپره کې تور فکر په سينه کې زړه د کاڼی څه بدلون پکې رانغے وه د کاڼی ده د کاڼی ربه ستا په دنياګۍ کې روغ د کاڼی غله د کاڼی چې نظر پرې نه خوږيږی شنه د کاڼی سره د کاڼی دلته اوښکې سر خوړلے دلته وينه شوه د کاڼی ما ليدلی زه ي وينم ورور د کاڼی تره د کاڼی د ملا تسپه د کاڼی د ساقی پياله د کاڼی دغه ګران دی دغه سخت دی وړل د کاڼی وړه د کاڼی دا دستور ډير عجيبه دے مړه په کاڼی مړه د کاڼی خلک څله غواړی څله بد د کاڼی ښه د کاڼی زړه مې واي عندليبه پکې ته هم شه د کاڼی ------------------- بنګړی د بې شعوره لښکر څه فايده ده؟ په تول پوره يو څو سړی پکار دی چې د خپل حق تپوس کولی نه شی داسې ځوانانو له بڼګړی پکار دی ----------------------------- ګل د وفا تخم يم ضايع مې نه کړې چرته په غاړه د لختی کې مې ږده اول به غنه غنه ښکارمه زه بيا به دې ګل شم په پټکی کې مې ږده --------------------------------- ګناهګار حاجی ښه د هر څه نه خبر دی خو ګناه کړی ماملاتو کې د عدل نه کنګال دی بيا هم واي چې جنت زما ميراث دی د حاجی صيب دې خبرې ته دې خيال دی؟ --------------------------------- ضد د پښتنو د ضد قيصه زړه ده په دې خبره ي کوټی بايللی ما که په چرګه کې کټی بايللی تا د ډيران په سر پټی بايللی --------------------------- غرنګ چې ي عمل باندې نظر واچووم نو جنازه د قام د ننګ اوباسی چې په خبرو باندې راشی کله نو د دړۍ غرګی نه غرنګ اوباسی ---------------------------- غلبيل بل له خو ګل شوکول جرم ګڼې په تن د سرو ګلو اميل ګرځوې د چا کوزه کې سوری څله شمارې ځانله چې غاړه کې غلبيل ګرځوې ---------------------------- تسپې پښتانه چانه هيڅ څه هم نه غواړو صرف مشران د ښه پاي لټوو خلک ترې کار د ترقۍ حاصل کړې مونږ ي لاسونو کې تسپې لټوو ------------------------- په حرامو حج د غريب حقونه خوری مونږه ي وينو د الله غوره مخلوق ته ګوری بد دلته ورانې کړی کعبې د زړونو لاړ شی هلته ښکل کړی سل پيرې حجر اسود

دير تالاش -
بېرته شاته