(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د وینئ ارزاني

بیا راغلی پدی سیمی یو محشردی لوی ناورین د پښتنو په لراوبر دی دلته کلي په جګړو کی تباه کیږي هلته سیند خونړۍ شوی په خیبر دی یوخوا وینی دي جګړۍ دي او وژنئ بل خوا کورکلی ډوب کړی سمندر دی په هرخواهمدا انسان دی چی ځوریږي غوړېدلئ په هر کور د غم ټغر دی چی اولاد د دی وطن شي بی تعلیمه د دښمن برید د پوهۍ په سنګر دی قوم مشران دي وژل کیږي یو په بله د ولس زړه ویشتل شوی په خنجر دی د انسان د وینئ هسې ارزاني ده توپیرنشته چی چرګوړئ یا بشر دی د جګړئ نه هرافغان نن ستړی شوی هم ستومانه د وطن هر سمه اوغردی دا تیاری ورځی به څو پوری اوږدیږي؟ سولی ورځ پرما خالد باندی اختر دی

ویانا / ۲۰ /۸ / ۲۰۱۰ -
بېرته شاته