(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غـــزل

نن چـــې مــې اشنا راته غصه ښکاري ښکاري چـــې دنيا راته غصه ښکاري مــــا دبڼو لانــــدې پــــټ کتل ورتــه خدايګو په همداراته غصه ښکاري څه مــې په وعــده کې خطائې راغله ځکه پــه بيا بيا راتــه غصه ښکاري هسې مې ټول ژوندپه غم بدل کاندي دا چـــې دلـــربا راتـــه غصه ښکاري کړم يې بـــدرګه په سرو غنچود ګل ګرم يم خاماخا راته غصه ښکاري زه يې اوس دزړه په احوال پوه شومه دا چــــې برالا راتــــه غـــصه ښکاري ميــــنه،محبت لــــري په زړه کې يار نشې چـې رسوا راته غصه ښکاري خوندکړي افغاني دا پښــتنه ميـــنه ده دزړه دنـــيا راتــه غصه ښکاري

------------------------ سمیع الدین افغاني م ٠ کال ٢٨ - ٨ - ٢٠١٠ -
بېرته شاته