(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دسازودوکان

دا وطن دوکان دی دسازو قسم قسم تک تک ږغیږي یویوله غمه په اېسم درباب ترنګی دی نغمه د ویر وهي د آدم د شپيلۍ ساندې راځي له یوه اړخه کم کم له سوزه وايي: آهو هو اخ له ډیره غم دغیژک غوڼ غوڼ ژړاده دشوله غم نغارې ډنګیږی ویر ژړلی په خپل زخم دځړیدلی ډول له سوزه دی ډم ډم ډم دتنبور کوکارې او چیغې دي د الم په دوکان کې ټنګ ټکورنه جوړ یږي سم د مطرب مړۍ ده پړسیدلي له ډیره زغم د سازو د ساندو او سلګېوجوړ دی رزم ورته اریان ولاړ دی غمجن زوړ مترنم ولي د سازو زګیروي پورته شوی یو دم؟ غوږونه یې کړه په هوا دی نیمه خوا صنم ول يي د وړو وړو سلګیو څوک دی متهم ؟ ولي هره اله په سوې کریغه وايي فقط زه یم ځکه کمپوزر نشته چې منظم کړی سرګم سازونه له هاله وتلي د ځانمنۍ په سم سم نه پوهیږي څه وکړي مطرب، دی الم غلم ګاونډیان یې ټوله د بیلتون ورته کري تخم تر پښو لاندې یې هر مل کیندی نغم پر نغم ټوله سازونه ږغیږي په زیر نه لري یو هم بم ځکه له آسمانه اوریږی یو دبل پسې بم پر بم ټول سازونه یویو ژړیږي د چم په طلیسم د دوستانو دغلط سیاست په خموچم امیدونه د ډنګ او دونګ اتڼ دي ختم زړونه ټول دي له غمه زخمي غواړي مرهم

مطرب(غزل بول)؛ټنګ ټکور( مجلس)؛ اېسم ( جادو)؛ سم (زهر)؛ شوله غم( زیات غم)؛ الم غلم( دوه زړه)؛مترنم( سندری ویونکی ). سرګم ( د ساز یو سر)؛ خموچم( چلبازی)؛ -
بېرته شاته