(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غـــــزل

تا چې مخ له مانه پټ ماته دې شاکړه په زړګي دې راته بله لمبه بـــيا کـــړه چې رقيب ته دې خبرو کــې لاس ورکړ په سيندونو دې لاهو ارزو زمــــا کـــړه زه خو تل دا ســـتا دمـينې خريــــدار وم خو تا تل له پاره لار مانــــــه جــــدا کـــړه ستا په در کې بـــه تر هـــغه وخـــتـه ژاړم تـــر هغــې چــې دې قـبول زمـا رضا کړه ما خو نه کړله جــفـا، جـــفـا خـــو تا کـــړه ستانګزيـه تا خــو ميــنـه په رښتيا کـــړه
-
بېرته شاته