(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

څه تيريږي؟

خدای پرې خبردی چې به څه تيريږي؟ چيرته بـــه بــد چــــيرته به ښه تيريږي؟ بـــدې شيبې زمـــوږ پــه زړه تيريږي چې ټانک د کلي پــر وياله تيریږي جنګ موسپين ګيري اوځوانان ژړوي دبمباردنــــوم مـــوهـــر افغــــان ژړوي دود د بــــاروتــــومـــو آ سمــــان ژړوي څوک په ښکاره څوک لکه غله تيريږي چې ټانک د کلي پر وياله تيریږي هر خــــواته مـــرګ دی افغانان مــري زمـــوږ اميـــد ســـره آ رمـــان مـــــري زمــونـږ دکلـو زوړ اوځــوان مــري څوک نــــا بللي ميلمــانـــه تــیريږي چې ټانک د کلي پـــر وياله تيریږي دا خو عمل د کـوم خونخوار ښکاري چې عدا لت پـه نــــوم شعار ښکاري انسان وژنــــه پـــه اشکار ښـــکاري لکه تــر شپـولې چـی ليوه تيريږي چې ټانک د کلي پر وياله تيریږي ته بــــه هم کلی لــــرې کــور به لرې زړه سپين سرې شانته مور به لرې ماشوم بچي بــه لرې ورور به لرې په بل چې کاندي پــــه هغه تيريږي چې ټانک د کلي پروياله تيریږي په زور په بل حاکميت ګران کاردی دا ورور وژنــــه د نا دا ن کــــار دی خيــــراوفــــلاح دمسلمان کــار دی څه بـه په سيمه اوکــالــــه تيريږي؟ چې ټانک د کلي پر وياله تيریږي بس دی مرګـــونه او نــاتارکلو کې ســوله، جــرګه شې او اتبارکلــو کې پريږدۍ چې راشې نور قرار کلوکې په ببر ســـر ماشوم به څه تيريږي؟ چې ټانک د کلي پروياله تيریږي

٦ - ٨ - ٢٠١٠ -
بېرته شاته