(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ښاغلی مزدورزوی شعرونه تازه شول

غزل ستا په شتون کی نشت حساب شومه حیاته چی په مخ می شوه دوخت هنداره ماته لمر سپوږمۍ راته رڼه رڼه راګوري تورتمونه می شړي له کایئنا ته ما دی مخ سنګاراوه پری ملامت شوم واړه ما منع کوي له ملا قاته سترګې سترګو کی دنور سترګې وباسي زه به خپلی سترګې وښایمه چا ته ستا لیدل دانځر ګل پیداکول شول زما ځواني دی په تش بوی کړله میراته زمونږ تول اوتله دي دبل په واک کی نه قاضي شته نه يي لاره شته قضا ته خدمتګاره په رڼا ورځې تورتم دئ قلمي ډیوې کړه بلې ړوند بینا ته

***

غزل لاروي دسرمنزل مجبورچی تم شي لمر چی پریوزي دتګ لارې تورتم شي زور ور غاښونه تیز کړي بارراوزي د کمزورو، خونه ډوبه په ماتم شي فرعونان چی وریادیږي شکر کاږي د یزید د امامت سره همدم شي په یوسف که جفا وکړه خپلو ورونو زلیخا به ورحاصله دصنم شي کاروانیان چی لا اواز دجرس اوري بریالي ځي چی یووالئ يي قدم شي سل دی ومره خو دسلو سر دی مه مره که بی سره شوې ژوندون به دی په غم شي په لښکر کی برئ نه شته خدمتګاره واړه مات شي چی غیرت تعلیم يي کم شي

محمدیوسف خدمتګار مزدورزوی ناروی -
بېرته شاته