(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ښاغلی عندلیب شعرونه تازه شول

چې صنم راباندې ګران دی هر يو غم راباندې ګران دی ستا ستم ته ځکه خاندم خپل قسم راباندې ګران دی جهان ځکه ودان غواړم ستاسو چم راباندې ګران دی يو ساعت مې نه هيريږی خدايګو سم راباندې ګران دی د زګې پښتنې خاورې هر موسم راباندې ګران دی سور ريدی چې ورسره وی زيړ شړشم راباندې ګران دی هم شمشاد مې د زړه سر دی هم ايلم راباندې ګران دی نن ي ايسته په جار اووې دا کړم راباندې ګران دی ستا د قهر د زغم نه يم ستا کرم راباندې ګران دی عندليب په دې باچا يم چې قلم راباندې ګران دی

غزل تا چې قط کړلې اشنا د بڼو څوکې په سلګو کې مې لاهو کړې د غم کوکې خپل خواهش مې د خلوت پړده پټ کړ چې هستی مې د ارمانه وه وړوکې نن دې مات سانګونه نه ژاړی دنيا ته چې په وينو ي سرې کړې وې مخوکې يا دا غله ډير زورور دی يا ړانده دی په رڼا ورځ مې کوی له کوره شوکې عندليب ځکه دې ښار کې رسوا ګرځم چې په چړ غوښتو مې وليدې ملوکې

ژوند د غټانو بچو تير کړ جنتی بچی دی ددوۍ پوستکو ګرموالے هډو اونه ليدو چې پيالۍ ماته کړی نو مونږه ورله سر ماتوو زمونږ بچو خو وړوکوالے هډو اونه ليدو

څلوريزه چې د مالدار پرهيز خوراک اوينم د خوشالۍ په ټال ټالۍ اوخورمه ددې نعمت د شکريي د پاره تريخ نيم پاوے او درې ډوډۍ اوخورمه

***

واک ده وې دا واک ولې پردے چليږی زمونږ وجود هم شته حدود هم شته دے ما وې دا ماشی دله ګان شول ګنې پوزه ددې وخت د نمرود هم شته دے

***

قاضی ددوۍ تر مينځه فيصله نه کيږی هيڅوک هم حقې ته راضی نشته دے چې ويده شوے يا خرڅ شوے نه وی د خپل ضمير نه غټ قاضی نشته دے

عندليب تالاش دير -
بېرته شاته