(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دلستوڼی مار

څـه باوربــه مي پــري وُشي چي یاران وي لـــه دښمن سـره زما چـي دوی دوستان وي دې دښمن خــطرتــه تــل ســړي بــیـداروي پـه خیانت کي دِ چي وژني هغه خپلوان وي راته ځان کي وطنوال وطن مـوخـرڅ کـړي دې لستوڼی مـارنـه کله څـوک پـه امان شي د وطن ازادي زمـوږ پــه ویـنـو رنــګ وي دڅـوکی پـه وخت کي دوی بـه با داران وي نیکمرغي وخـوشحالي کې ځان کي وروڼه وطن پـریــدي زمـوږ وطن تـه راروان وي دوي دښـی ورځــي یـاران پـه ډیـریــدو وي بـــدي ورځــي تـه مـجـبورپـاتـي پـــټان وي پــه هستي کـي بــه زموږ په مال سخا کړي پـه نیستي کي بـه په موږ سخت بخیلان وي پـه پـښتـوپـه کـړي خـبري چـي مجبور شي دې دوزخ ژبـه یي بـولي چـي پـه امـان وي دوی دخـپـلـو هـد فــونــو پــه تـحـقـیـق کـي هــمـیشـه زمـوږدې لــیـډ روچـوپـړیـان وي دوي پـــه خـپـلـو چـاپـلـوســیـواوپـستـــیــــو غــــولـــولــي دپـښتـون ډیـــر لیـــډران وي نـن دې دوی لــه لاســه مــوږه درپـه دریـو بــي وزولان وکــوډومــات کــه یـتیمان وي دوی لــه عـلـم وښـونـځـیـوبــرخــورداروي جـهــا لـت کي پـاتي زمـوږه مـاشـومان وي دکـابـل پــــه دفــتــروکــي پــښــتـو وژنـــي تــه بــه وایــي چــي پــه اصل ایـرنیان وي دادي دِ لــــپــاره دوي بــــــه اٌیـــــــنده کـي عــا لــمــان او پـــښـــتانـه بـه جـاهلان وي دوی پــوهیږي چي بـه حکم ورنـه لاړ شي ځکـه غــواړي چي وطن کی خارجیان وي خـیـرداسي وخـت بــه راشـي (علی خـانـه) چـي تــاریــخ بــه حـقـیـقـت بـیان عیان وي

حقائق کـه تیـري نـه وای نـه ظلمونه ولــي بــه روخ وُه داجـنګـونه وژل وراني هرځای کـه نوای ولـي بـه ډیـروه زمـوږغـمونه کــه چــیري بـاد دِ دوبي نوای ولــي بــــه تـــوي وُه ګلــونــه کــه چــیري عشق دبـورانوای ولــي بــه ګل کــي وه داغـونه که ځان ځاني هرخواکي نواي ولــي بــه ورک وه وحـدتــونه کــه هــرچـا ځـان پـاو نه بللی(1) ولـــي بـه ورک وُ احترامـونه کــه عـدالت وکه انصاف وای هــرچــابـــه اخــستل حـقــونـه کــ ه ازادي وای دخــــبـــرو هــــرچـابــه ویلـي وُه رازونـه کـه انسانیت وای په انسان کي پـــه بـل بـي نـکړل یـرغـلـونه کـه انسانۍ اخلاق موجود وای نــه بــه وُه داټــول بـدحـالـونـه کـه حـقـائق چیری ښکاره شي ورک بــه شي ټـول جها لتونـه دخـیر وشـرتـرمـنځ انـسان تـه الـلــــه ټــاکلــي دوه ځــایــونه پــه لار دخــیـر کــه روان شو مــخکي راځــی یـي جـنـتـونـه دشـرپــه لاري کــه روان شـو ورتــه پــه مـخکي دوزخــونه زمــوږشـــعارخــیــرکـول دي بــیا ولــي مـوږ کړوبـدکارونه حلال حرام هـرڅه ښکاره دي بـیا ولي خــوروحــرام مالـونه دنـیـا ده پُــــل دعـقــبالـــورتـه بــایــد پـه ډیـرحـذرپري ځونه نـن بـشر ټــول خیر هـیرکړي پــه رنکـارنـګ ویـنو شـرونه دظلـم وزورمـقـامت فرض ده وایـي اسـمـانـي ټـول کتابـونـه خدای خبرکله به وخت را شي چــي پــکښي وُویـنـو خیرونـه زه (علي خان) پـه دې امید یم چـي وطن هـرخواشي عدلونه

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ 1/ پـا و : دوزن په مقیاس کي دیوه – مَنْ – پنځمه بر خه ده. -
بېرته شاته