(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

اوښکې چې څاڅي نو له ننګه څاڅي نه چې رقیب سره له جنګه څاڅي داوچی سترګې دې اوس ټیټي ګرځي غاړه که غوڅه شي هم دنګه څاڅي دنګې شملې دلوپټو برکت دئ هسکی په پت دچا له څنګه څاڅي میندې خواري کوي چی لوی کړي بچي بچي بی لاری شي بی رنګه څاڅي دسیند دکاڼو په څیر زړونه کلک شول زمونږسرونه بی غورځنګه څاڅي تورتم کوټو کی دتورتم شاګردان په تورو شپو کی بی د رنګه څاڅي سپیدې چاودلي خو توپان راغلئ دخدمتګار کاروان بی زنګه څاڅي

محمد یوسف خدمتګارمزدورزوی ناروی -
بېرته شاته