(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سهامی شرکت

شکرګوندونه جوړ شول خو ټوله سپين کامي شکرازادي د بیان شوه خو ډیره زیاته منفي شکرمشارکتونه شول خو له بیخه شخصي شکر ښه کابینه جوړه شوه خو ګرده غیر اهلي شکرشورا جوړه شوه خورا اصیله مرضي خودولت دولت نشو سم شرکت شو سهامي مسلکي غلو ته کار وکړ شو مګر سم رسمي هر یو زیات زیارګالی مګر سل په سلو کي ځاني ټوله چوپړ کوي مګر نیغ په نیغه سم تنظمي شکرټوله مسلکي دي مګر په حقه دخپل ګټي ارثي شوي وار له واره ټوله افغاني واکداري مګردولت دولت نشو شرکت شو د وړیو سهامي هر ناکامه د دود له مخي بیا بیا پارچه لیکي شکر پایله يي ده د دودیز پلوه لاکین بیا ناکامي ورځ په ورځ لږیږي لاکین زورزیاتي بې تفاوتي ټوله له پردو سره لري له اړه نژادي سمه وابستګي مقرر شول ټول وطنپرستان لاکین په دوکانداري لاکین دولت دولت نشو شو شرکت د وړیو سهامي شکرتاریخ تکراریږي یوه بلا ځي بله د هواراځي ټولې بلاوو ډیر کارونه کوي امانه د هیواد آبادي د واک لپاره ارزانه او وراسته جودانونه پيرودي اوس ټوله بې جودانه هر څه لري اما نه ایمانداري صداقت هم اهلیت شته اما د ګاونډو په ګټي امادولت دولت نشو شوشرکت د وړیو سهامي پشلا شکر رابړان دیوبل د پښوخاوره سره باسي شکرمخامخ د یو بل بوټونه خوپه ژبه بورسوي شکرخلک ټول تر ې خوښ دی خونه ولس وطني بین الملل اورګدي نازوي خونه خلک ولسي شکرشورا جوړه شوه میدان پيدا شو د کج کشتي خودولت دولت نشو شو سم شرکت د سهامي شکرپه هر څه ارزي مشران مګر یوازي يې کالي ګرده ناست دی چور ته نسوار یې کړي مرغزي یو یو يې دی بدماش مګر بل يي دی مداري ټوله داسی ښوی دی چي وایې دی لشمکي لکه ماران هډوکي نلري مګر غاښونه یې زهري مګردولت دولت نشو شرکت شو د وړیو سهامي دلته ټول مجرمان وتړل شوه خو په څوکیو دولتي وکیلان دی ټوله د ولس د تور لیست اصلي غړي ځینې اغوندي معجون مرکب خو نه دی عنعنوي لنډ چین داره کمیس غټه لونګۍ ده کالي افغاني شکر دولت دی اسلامی خو مسلمانان نه وژني خودولت دولت نشو شرکت شو د چور سهامي

-
بېرته شاته