(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بيا به ددې پيړۍ خبرې کوو

هغه وييل نوې پيړۍ راغله اوس به مې ژوند کې څه بدلون راشی؟ ما وې لاليه ته خوبونه وينې زه او ته داسې دنياګۍ کې اوسو چې د وحشت او جهالت ډکه ده دلته د مينې دښمنان اوسيړی دلته زما او ستا د کلی شيخان اوس هم په توره باندې توره کوی زمونږ د سيمې روحانی مريضان اوس هم خيرو باندې اسمان ماتوی د نور قيصې راته بې نوره خلک په لوډ سپيکرو په کوڅو کې کوی له نظرياتو بې خبره ځلمی په شخصياتو خپل سرونه شيندی اوس هم زما او ستا ړانده مشران پردی جنګونه خپل کاله ته راوړی زما او ستا غوندې ځلمو ککرۍ اوس هم د جنګ د اور خشاک جوړيږی اوس هم د زر او د زور وږې سترګې په سړيتوب پورې پشاړې کوی زما بې وسه بې ګناه لاليه [زه د ګونګی ملزم انجام پيژنم] راځه راځه چې دا خپل ځان بدل کړو بيا به ددې پيړۍ خبرې کوو

عندليب دير غلامه پښتونخوا -
بېرته شاته