(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

په بېګانــــــه سړي لمرينـــــه دېــــــوال وګــرځېدى دياقـــــوتي كاڼـــــو زرينـــــه دېــــــوال وګــــرځېـــدى اوس په خپل كوركې رانه شل ځايه پوښتنه كوي دګل پــــرپاڼــــويې رنګينه دېـــــوال وګـــرځــــېدى دچاپه لاس كې چې خنجر وو اوخونكارسړى وو دملغــــلرو پـــــرې حسينه دېـــــوال وګــــرځـــــېدى دكلي تـــود موسم يې واړاوو بدل غـــــوندي شو جانان تــــــه تلى نه شم واورينه دېوال وګرځېدى دوخت مين بـــه يې ديداركاوه لــــه بـره غـونډۍ نن پــــه هغې ښكلې ډبرينــــه دېـــوال وګرځېدى دخـــټوسم جــــومات و ټـــــولوبــــه لمنځونه كول اوس ځيني بنـــدشومرمرينه دېــــوال وګرځېدى اې بشرملـــــه دقــــرآن پاڼې مـوسپينې نــــه شي چې داغزيــــواوبې دينـــــه دېـــــوال وګرځـېدى

كلات 19/7/2010 -
بېرته شاته