(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جنــــــازه كلــي تـــــه راورسېــــــده

داغزل ارواښاد حاجي ښايسته خان زما دتره زوى وو په دوبۍ كې شهيد شواو تنكى ځوان ارواښاد نظرخان زما وراره وو چې دواړه په يوه اوونۍ كې له فاني دونيا څخه وكوچېدو داهغوي ته ډالۍ كوم ) بشرمل ناصر

پـــه څــــــه ارمــــــان جنــــــازه كلــي تـــــه راورسېــــــده ده ښايسته خــــــــان جنازه كلـــــي تـــــه راورسېــــــده دوير سپېره ګرځونــــه پورتـــــه شو لـــه ښكلې كوڅې چـــــې دجـــانـــــان جنـــــازه كلــــي تــــه راورســــېــــده نن دشهـــيد مسافـــــرپاتـــــه شـــــوې تڼاكـــــې پــرزړه چې پـــــه خپګــان جنـــــازه كلــــــي تـــه راورسېــــــــده ماشــــوم صفيـــان خــــوورغوټې كړې پـه څېره د بابا چې يې دګـــــــران جنــــــازه كلـــي تــــه راورسېـــــــده لامې يوغم زوړ كړى نــــــــه وو چې بل غم پرراغى د نظــــرخـــــان جنــــــازه كلـــــــي تــــه راورسېــــــده باداره زغـــــــم دتــــــېرولو بشرمـــــــل تــــــه وركـــــړې ده تنـكي ځـــــــوان جنــــــازه كلي تــــــه راورسېــــــده

-
بېرته شاته