(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ای د پـښـتـنو خـاورې

جــام تــه د ســـرو زرو مـلغـلـری د حــسرت اوښــکــې بــیـا ویــنـم څــلــیــږی سـتـا پــه خــاوره کـې تویږی نن ســتـا خـاوره سـره زر ده پـښـتـنـو ته، ته ناموس د دوی ای پــښـتـنې خاورې! پـښـتـانــه تر تــا ځـــاریــږی نــن ته ملک د پښتون ئې ، نور چـې وائې هـسې پـوچ وايی تــا پـردی شـــړلــی او پــر تــا پــردی غــــوریــږی نن داســې هـلـې ګــولــې پــر تــا ډیـــرې تــیـرې شوی دی ځــکــه پــه دنـیـا دې نـوم پـه ښـه شـانـې یــادیــږی نــن تـا کــې مـبـاهـــات شــتـه او د پـیــښو پـه مـهــال کـې لا ځــار دی ډیــر ســرونــه، پــتــنـګـانــو په مـثــال کې لا زیــږی پـــښــتــنې مــیــنـه پــه تــا کــې ته میهـن ددوی روزی پــښــتـنې بـچـیـان پـه تــا کــې تــه وطــن د دوی ســتــرګــې چــې پــرانــیــزی سراسر نړۍ کې تا باندې هر پــښـتـون ځــلــمـې تـا نـه قــربــان او ته کفن د دوی غــر کــه تــه لــرې د تـیـګـو،دښـتـنې ټـولـې، شــګـونـه ستا په تــیــږو، شــګــو کـې پـښـتـون او ته ګلشن د دوی سین لرې ځنګل کــه تــه ، غــرونــه او بــیـدیـا وی هــم هــر بــوټــی ازغــی دی لا نــرګــس او یا ســمن د دوی تــــا ځــنې ځــاریــږي تــا بــه پــرې نــږدی وبــل لــره نــه مــاتـــیــږی دا پــیــمان ، تــړلــی يــې دی تــل لــره ته مـــو پـــښــتــونــخــوا ئې، پښـتـــنو لـره وطـن ئې ته ستا دىد تـاریـخ پـه هـر پــړاو کې یــو خـپـلـواک ولـس ستا په غم غمجن ، ستا په خوښیو بانـدی خوښ یو مونږ غواړو دې له خدایه په دې ځـمکـه کې ټـولـواک اولـــس ځان او سـتـا تر مـنــځ نه ویـنو مـونـږه جـلا والـی هـیـڅ تـا بــولــو نــړۍ کـې تـل خـاونــد د ښــه ادراک اولـــس غواړو دې شـمــلـه تـل دنـګـه دنـګـه تـر شـــمــشاده هـم ولری نړۍ کې همیش سپـیـن سپــیــڅــلـی پـــاک ولــس دا هــــیـلـيــې دی ډیـــرې پـــاریـــدلــی افــغـانـانـو کــې شــتـه دی داســې حــس رښـتـیـا په ټـولـو انـسانـانـو کې نــمــانځو دې پــه ميــنه خــپلو زړونــو او فــکرونو کې غــواړو هم پـه زغــر ده سرنـوشت چې شی څرګند د تا نــوم ئـې چـې خیـبـر دی د قومی عـظـمـت نـښـان لـری ډک لــه کـار نـامـــو د پــښـتـنـو ولاړ پــه خــونــد د تــا نـنـګـه څخـه ډکـې د هـغـــې مـــورګـې او څـــوکـی دی ســترو غــورځـنـګـــونـو د ښـمنانـو کـړل خـیلخـند د تـا غــواړو دې ښــیـرازه ښیـرازۍ کـې هـم د مـونـږ مـرام دا دی چې دښــمن تـکــړې تکــړې شی، بــند په بند د تا ويــنـى پـه رګـونــو کـې تخــنـيـدلـى ، احـساسـات لــرو وايی څاپــی سـتـا پــه خـــپـلـواکــۍ کـې مـیاهــات لــرو

بغلان ، افغانستان ۷ / ۶ / ۱۳۴۳ -
بېرته شاته