(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د غوړېدلو هیله

که ځمکه نه غوړېږي که په لښتي کې مینه نه بهیږي که په پټي کې د غنمو پر ځای مونږه سرونه کرو که په ځنګله کې وږمه نه چليږي اود سپېدې پر لمن د لمرسپېڅلې، وړانګې نه ځلیږي د ماشومانو پر تنکیو شونډو کله به وغوړېږي د خوشحالیو مسکا او د نیالګيو په رګونوکې به کله جاري شي د ژوندانه سندرې ؟! که سین کې خوځي د سکروټو سېلاب که له کوڅې نه هدیره جوړېږي که شپه تاراج کوي او مینه وژني که په څراغ کې مودمیندو، رڼې اوښکې سوځو که باغ، په تیږو ولو او د مرغیو ډلې په لیکه ، لیکه له ځنګله نه با سو سپېده به څوک وستایي؟ او له کوڅې نه به شي پورته کله دقد مونو آواز، د تګ راتګ سندرې ؟ که ډزې بندې نه شي او که د ژبې پر ځای چاړه خبرې کوي که ترږمیو کې د تورو برېښنا د میندو هیلې وژني که په سرونو کې د غچ سکروټې ، نه ټپېږي او د ټوپک په ژبه، داد او دستور چلیږي او دا د وینو ویا له نه دریږي اوښکې به څوک ودروي؟ او، پر دې شلېدلوګریوانونو به څوک بخۍ د مینې او ثواب تېره کړي ؟ یې د وطن خلکو راځی جګړه ووژنو راځی د اوښکو مخ ته بند واچوو راځی د ځمکې په رګونوکې بیا وځغلوو د غوړېدلو هیله راځی د بڼ پر شونډو ونڅوو د خوشحالیو مسکا !

-
بېرته شاته