(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ساده ګان

مونږساده ګان په اعتبارکی تیروتنه کوو بیا په خپل کور کی په جرګو دحق غوښتنه کوو نیت پسی وتړو لمونځ وکړو مخ يي نه پیژنو وروسته له جَمعی دمُلا ددین پوښتنه کوو مونږه دکور دننه خپل ورونه زغملئ نه شو خو عبادت دګاونډیانو په لمنه کوو ټول ایاتونه دیووالي ښه ژور پیژنو خیر دئ که نن له نا چارۍ بیلتون پالنه کوو زمونږ دپلار دکور حریم له مونږ په دې ختا دئ مونږه ډیر وروسته دخپل ځان په باب څیړنه کوو مونږ هغه ولس یو چی غلیم په سپکاوي نه وهو دوښمن ښکاره په تندي وُلو سر ښندنه کوو مونږخدمتګاره دجګړو ډګر ګټلئ مدام خو دکاله په مشرتوب دکور با‌‌‌ئیلنه کوو

محمدیوسف خدمتګارمزدورزوی ناروی -
بېرته شاته