(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پارلمان ته کاند يد

غواړم کانديد شم پارلمان لپاره د شخصی ګټو د ار مان لپاره ورته به لافې د خدمت و وهم جيب به می ډک کړم د خپل ځان لپاره په رشوتونو کې کورونه اخلم د شهر نو او مکرويان لپاره د اتفاق پر ځای نفاق جوړوم د دی زخمی افغانستان لپاره زه په تبعيض کې خپل بقا وينمه د ګډوډی او چور ميدان لپاره په ملی ګټو کې ځای کله شته دی د خد غرض او د شيطان لپاره زه د مظلومو خلکو اوښکې څه کړم زما يي څه څيری ګريوان لپاره دا ابادی ته خو مې ملا ماته ده وطن به جوړ کړم قبرستان لپاره هر ا جنبی چې راته دهل غږوی ورته نڅيږم د قيران لپاره په لباسی خندا به خلک غولوم شم به بلبل نطق او بيان لپاره او به به خړي کړم ماهيان به نيسم ځان به کړم ټګ د هر انسان لپاره که له سواد نه بهره مند نه ومه سکرتر نيسم د پرسان لپاره په نيکتايي باندی به لاس وچوم پلو چلو او دسترخوان لپاره حفيظ ملياره بيابه ځای نلرم افشا مې نکړي د قران لپاره

ويانا د اتريش ښار -
بېرته شاته