(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

ستا سوچ او زما د كتو طريقه ده جُدا جُدا ستا د دهوكې او زما د وفا طريقه ده جُدا جُدا تاته چي كله وخت درپيدا سى، نو تۀ سوچ كوه زما لار ستا د منزل د نشان نه ده جُدا جُدا دا وخت او دا موسم به آخر هم ختم سي زما د كلى موسم او ستا د ښار هوا ده جُدا جُدا چا په زړۀ كښې وساتلم او چا ښيرې راته وكړي زما د زړۀ زخمونه او ستا قراري ده جُدا جُدا ځوانى او حُسن به ختم سي، تير په سي دا وخت ستا ښائسته حُسن او زما ځواني ده جُدا جُدا زۀ خو تا سره كړم ساده مينه،نه لرم په زړۀ كښې فيشني مينه ستا فيشني زندګۍ او زما ساده زندګې ده جُدا جُدا كه مينه كوي نو ولي نعيم ته دهوكي وركوي ستا خوشحال ژوند او زما د غم نه ډكه زندګي ده جُدا جُدا غزل جانانه! تۀ خو نۀ معلوميدي هر ګل او بهار كښې نه معلوميدي زۀ خو درپسې ګرځم به هر خواته ته خو په رڼا كښې هم نۀ معلوميدي نه راته ګل خوند راكوى او نه خو بهار دا څنګه مينه ده چى ته نۀ معلوميدي راكول به دي ټول شپه مس كالونه خو بيا هم سهار ته نۀ معلوميدى نعيم خو په ټوله نړۍ كښې وكتلي جانانه! دا څنګه جدائى ده چى ته نه معلوميدى *** تاته به په زړۀ كښې ځائې دركوم ته خوراسه يووار د ټولى دنيا څخه به دى پټه كړم ته خو راسه محمد نعيم كاكړ /كوئټهيووار يوه وعده راسره وكړه ته خونه را زۀ جدا كيږى ستا هر ناز به پر سر واخم ته خوراسه يووار بې وفا هم ئې او وفا هم لرى زما جانانه....! زۀ به خپل خدا رضا كړم ته خوراسه يووار لاره خو د نعيم څخه لرى ده خو په سترګو ئى وينى د زړۀ هر درد به برداشت كړم ته خوراسه يووار

محمد نعيم كاكړ/كوئټه -
بېرته شاته