(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بی سره پښتون

جګړه دسر په بدل وګټي سیاست وبایئلي پښتون په نوم دپښتانه ځان سلامت وبایئلي دغلامۍ زنځیر په غاړه ځان آزاد بولي دخپل منځي جګړو په پایله کی قومیت وبایئلي پښتون پنځه ځای ویشل شوئ په ځان نه دئ خبر بی واکه ژوندکړي په خپل کورخپل موجودیت وبایئلي پښتون فقط دې ته خوشال دئ چی پښتون یادیږي پښتون دقوم په حیث دلوی پښتون حیثیت وبایئلي پښتون دپلار نیکه په زوړ تاریخ ډیر ویاړ کوي په خپله ناست لاس په دوعا وي متانت وبایئلي پښتون دبل په لمسه خپل کور ورانولای هم شي پښتون جنت ته وي نیت کړئ خو جنت وبایئلي پښتون کاکا او دکاکا ځوي ته تر بور وايي ورور دغلیم په سترګوویني خپل قوت وبایئلي تر څو چی سر ځانله پیدا نه کړي بی سره پښتون دخدمتګار غیرتي قوم به ننګ غیرت وبایئلي

محمد یوسف خدمتګار مزدورزوی ناروی -
بېرته شاته