(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زما هیواده

چـه پــه تاکـی ولـــو بـــیږی, بــیابــه چنګه هــــیروی تـــا که هرکونج کی ددنیا وی, مینه زړه کی ګرځـوی ستا پــورتــه ستــوری لــه اسمــانـه ,کــوزی دا څنـی دبـحــــر زما دزړه دپـاسه هـریـو، وارپه وار مینه راږدی ستـا ستاپه دنګو ښکلو غـرونــو، زمـا قســـم شــه زما هــیـواده د (لو ګر) پـاکـه هــوا مـی ,افریـقـاکـی نـیشــوی ستــا تــانــه لــری پـردیسی کــی اوسیلی چـه لـه خـولی بــاســـم پــه ما شام کی بل اورونه,هــره خــوا را یــاد وی ستا د دنـیا پـه ســـر مــی پــوشـتی, وایـی تـه د کـوم وطن یـی شاید ورسته به ترمرګ هم,دغه سؤال رانه کــوی ستا ستاپـــه نــوم انکار شــی جــرم, اود ننګ وعـــار زوال ده پــیږندل بـه د ځـان نـوی,کـه څوک روح ونلــری ستا ته زمــوږ د زړو کــعـبه یی, هــرغـــیورلــره محراب یـی دغه دواړه به ودان وی,که څوک مو ږ ته جوړوی تا ته زمــــونګه کـور وګوریی, مونګه ستا سـرلوړی غــواړو ستا خد مت په مونګه پورده, هر افغان به لــوړ وی تا زمو نګه هیلی به ږوندی وی, تـه بـه هــــم لکه دنـــیا یــی که بیرغ د په دری رنګه, لوړ رپـیږی جـمهـوری ستا زما (علی خان) لپاره روح یی,هم می ځان هم می ایمـان یی هـمیش ستا پرمخـتیا غـواړم, او زرکـونه تـرقـی ستا حال واحوال تـــورې زلـفې مــه رایـــادوه چـی استعمار وینم تــورباڼو پریګده پکښې غیشې و تیره خــار وینم ولې مار خوړلې بـــه لــه پړې نـــه ویـریـږې نه زه پــه خپلو خــونوکې دښمن چې لکه مــــار وینم هیــله مــولــــرلــه چې خــړکلې به ښــــارونه شې اوس بـــترتـــرهــر کلې بــتره زه خـــپل ښار وینم جــوړې غرغرې به دانګریزپه مــــخ دځمکی وې نن تـــرځمکولاندې غـرغـروکې ســـرپه دار وینم هـــرې بې شرمې وبد کارې به افغان نـه غـوښتې نــــن ډیـــروځایـــوکي زه زناکاره وبـــد کار وینم داوُه پـــرمختګ وتــمـدن چـــي امــریـکا راکــړو هــرخوابي شرمي دخــلکومخکي وارپــه واروینم وایــــی دهلمند یــــورانیم هــــره شپه لندن ته ځي وینـــوکی لمبیږي بـي ګناه ټـــــول کنـــــدهار وینم غـــواړي پـــه پیسو وپــه وسلوبانـدي تباه موکړي وران دخدای کورونه وښوونځۍ په ننګرهاروینم توره د(احمد شاه ابدالي) خرڅه په ډهلي کي شوه ځاي دتــــأســف ده چی بـربـاد مـو ټـول آثار وینم څـــوبـه چوپه خوله یودخپل حق طلب بـه نه کوو څـــوبــه لــوڅ لغړکوڅوکی هرخـواته بیمار وینم هــــرچـانه تپوس یـي چی د(حال واحوال) وُکړمه داسي راته ښکاري چی له ږوند نه ټول بیزاروینم هـــرچابـــه پـــرون یــوه مـــړي ډوډی پـیداکــړله نن واړه وزاړه خان وغریب ټول خلک خواروینم څــنګه بـــه پــه فــکر دخــوړواودجــامــوکي شو هـــري جـنازي ته خپل خپلوان ټول په تلواروینم ستا زړګي بـــه څـنګه(علي خـــانه)پـه ارامه شي هــــرافغان پـــه هــرګوټ دنړي چي ناقرار وینم وګوره چی څه وشو دبورازړه به زخـمی وی،څوچی څوکی دی ا زغووی دی مـین زړه بــه زخمی وی،څـوچی څـوکی دبــڼووی طـبیبانــولــــره نــه ځی،خــوښــونـکی دی بــید یـاوی څــوک چی تـوری سترګی واخلی،تل په فکردرنجووی تـــورباڼــــوچی لــکه غـیسی،دمــــین پـه زړه راوری نــوردسرپروابه څه وی،پاس جی لک په سـرونیزووی ســـرپه لاس کـی وی نــیولی،پـه اورونـوکی تاویـږی لـیونی دمـرګ په عشق کـی،څوچی ډزی د ی توپووی دی وطـن سپیرو کـوڅـوکی،یتیـمان وکـونــډی ګوری کـوریی سـرباندی ورانیږی،پــری باران جوړدګولووی دوط‎ــن فضـا تــه ګــوری،پـ‎ــه دودونــــوخــړه پــــړه بـــبرســـرلــیونــی زغـــلی،هــرخـوا غـږد طــیارووی نـه پوهیږی شهیدان وی،که ځوانان په خوب ویده وی پـــه ســروویــنولمـبـید لــی،ګـوډ ومـات پـه راکـټو وی غــواړی یـو لحظـه ارام شـی،نا ارامه کلی و کـورکی خـوافـسوس هــره کوڅه کی،تورماتـم جوړپه کورووی یـوپه لاروکی اعـدام شی،څوک اولاد سـره به کورکی څـوک روان مـیدان دمـرګ ته،زنځیرونـه پـه لاسووی د چـامخ بانـدی پـوړنی،رڼـاورځ پــری تـوره شپه وی تـربیابانه بــوول کـیږی،ورسـتی ږوند په لنډ یـــد ووی تـوروخونوکی ټیله شی چی،نه ځان وینی نه بل څوک نـیمه شپه یی بـدن ووځی،غاړی پـری یی پـه چـړووی هـــرسهارلـه کـوره ووځــی، کـورنی په امید پـریـدی تـــورماشـام وی شهید شـوی،غـم یی جوړپه اولادووی روغ ږونـدی وی تـری تم شی،کورنی ورپُسی ګرڅی نـه اوبـازوی نـه چـل بازوی،لاهـــوشــوی پـه اوبووی بـی ګـناه وی بـی چـاره وی، د بـل چـا لپـاره مـړشـی غـلام شـوی د چـل بازوی، یاخـرڅ شــوی پـه پیسووی بـدبختی ده بی عـلمی ده،خـودخواهی ده ځـان ځانی ده هـریوغـواړی چی بادارشی سپوردبل چا پـــه اوږووی هـرانسان په دی ارزووی،چـی یی ګران وطن ابادشی نـوبیا ولی خـرابی ده ،چـی یوبل بــوخت په جـګړووی مونګه ټـــول مسلمانان یــو،خـپل وطن څخه قربان یـو کـه مـزدورڅوک دی کافرشی خودپه خودبه په وتووی داسـلام قانـون شــوری ده ،او : (مـن این لک هذا ؟ ) شرق وغـرب له ډیرپه خوانه،له اسلام نه په آخستووی حـکمتونه پـه دنیاکی،ورځ پـه ورځ تـرخپووی لانـدی مشری د(میرویس خان)به،اوس نږدی چی په راتلووی ځکه حـق دټولوخلکو دی،وطــن غـم کی شـریک شی کـوم رهبـرچی دوی وغــواړی په رضاوپه مشورووی چـه په د ډول نظـام کـی،خــلک ټـول به حـاکمان وی نه حاکم نه به محکوم وی، مخ په وراندی به په تلووی دافــغان ردښـان تـاریخ تـه نــړی ټـوله اعـتراف کړی که شرقیان وی که غربیان وی دلته ټـول په ماتیـدووی لــه (ســکندره)تــر(چـنګیزه)لـه(روسـانو)تر(انګریزه) هـــــــردښـــمن دی ازادیــو،دلـته مات وپــه ګـونډووی هــرظالم هــریرغـمل،کـه په ټـول جهان لاس بــرشـی دافـغان پـه پاکـه خـاوره ،کـــی یـی ســرپـه کوږیدووی کــه افــریقانه بـیاترهـنده،په نـړی کی شـی ســرلوړی زمـونګ په ګرانه پښتونخواکی،به یــی سرپه ټیټیدووی کــه دنیاکې تــرخپولانـــدی،اودمـرګ ویـره یـی نــوی زمـونګ هیواد شی ورته قــــبرظالمــان پـه خښیدووی دی (خـــیبر)ســـرلـوړی غــرونه،تاتــری وکــنډوونـه زموږ بــرم وشها مت دی،هـــره خــــواچی په لیدووی دغــــــلیم تـــوپ وټــا نکو نــه،الـــوتکی وراکــــټونـه پــه غــوزنګ دی افغانانو ســرنـسکوره پــه لـویدووی دی تــاریخ آینه راواخـــله،دی ســـکندرآسـپی وګــوره د سا لنګ دی رود له شـــو ره بی مـودی په لنګیدووی انـګریـزان چــه تاریخ لـولی،پاڼـی لوندی کاپه اوښکو د(خیبر)دری تباه کـــړل،چــی هـــرخــوا په تښتیدووی پـــه سـلګونوپه زرګـونو،شــرمنده بـی پتی مړه شـول څوک د خاروچـونجی وخوری څوک دسپیودخوړووی امـــریکا ویـتنام کــړه ماته،وروسـیه افغان کــړه مـاته هــــریوغــټ بـه شـــرمنده وی معتدی چی پـه وړووی هــرملت چــی په دنــیاکی،کـه وړوکـی وی پـه حــجم خـوهـمت بــه یــی دښـمن تـه،تـــرهــرڅه په لـویدووی پـــــه ایــــمان او قـــربانــیو،مـــلتونه کـامـیابـــــــیږی ځــکه زورنه په پـیسووی،نه په رنګ رنګ اسلـحووی ټــــول وطــن زمـوږوران شـو،چه یوبل سـره جـداشو زمــونګ وران کـوربه یوازی دوحد ت په جـوړیدووی نـورراځـی چـه سـره یـوشـو،لـه تاریـخ نـه وشـرمـیږو عـیب وعـارچه ورته ګورو،ګران وطـن په ورانیدووی دښمنانــووطن اورکه ،زمـونګه کــوریی را ته ګورکه پـیـښورپـــه پښتــــون ږاړی ،چـی یـوبل پـه بـیلیدووی ګران وطن زمونګ ګلشن ده،موګ دښکلی بڼ ګلان یو ښـکلی باغ مــوخــرابـیږی،چی هــرګل پـــه تــویدووی وطنوال څــوک بلبلان شـول،په مړوګلـــوپوسی ږاړی څــوک وطـن پـریدی بهرشی،زړونه ډک په ارمانووی خدایه زموږوطـن ودان کړه،تری تباټول دښمنان کــړه پـه مـونګ تــوره شـپه رڼاکـره سـباون بـه په خـتووی زه(علی خان)به په لیبیا کی،هره ورځ له خدایه غواړم چــی ظلمونـه اوبـد بختی بـه، دوطــن پـه خـــتمیدووی دپرد یس قبر نـه پتنګ ترینی زاریــږی،نه بلبل کـړی پری اوازونه نه ډیـــوی ورباندی بلـی،نه خپاره پــری ســره ګلــونه نـه یی قـبرته څوک ګوری،نه تپوس یی دهـویت کړی ځی وراځی به پــری دپاسه،ږدی په ســـریی قـد مـونه پـسرلـی پـری ورحمیږی،قبرشیـن یی په شنیلی کـړی په سره اوړی کی ښکاریږی،سپری خـاری خړګردونه نـه لـوحه پـری دی تاریخ وی،نه په سردی لـحـد تیږه دپــردیــس قـــبرڅرګند وی،کـه زرګـونـه وی قـبرونه نـه یـی ونه په سـرشنه شی،نه جـنډی وی پـری ولاړه نه ګـومبزه وی پـری جـوړه،نـه پری بل شی چراغونه نـه پــری جــوړی بـه مـیلی وی،نــه وعــدی د مینا نو نــه دپـــیغـلوامـید ونــه،نــه زانــګـو نــه یــــی ټــالـونه نـه لــکړی پــری ولاړی،نــه کـچکـول دی مـلـنګا نـو نه چارپیره پری راتاوشی،نـه پری کیدی څوک نذرونه تـوروخـاورولانـدی پـروت وی،ورسـره دوطـن مــینه ارمـانجن پـه تـرهـغـه وی،څـوچـه خاوری شی هـډونه پــروانشته (علی خـانه)،مــونګه ټــول پـه دی دنـیاکی میلمانه یـواخـربه درومو،که هـرځای مـو وی کـورونه راځه وطن له لاړشو پردی وطن کی مسافـره بی پیـشن بـه مـړشی دپــښتونـخوادښکلو غرونوبــی ګلشن به مړشی څوبه سیټوکی په څوکیوپورته پورته غورځی ګیډه وکــلمی د شوی خرابه ارمانجن به مړشی له بنغازی نه ترخروبی هــره ورځ روان یـی سټړی ستومانه په دنیا پوسی غـمجن به مړشی څوبه دی ښځه بی میړه اولادبی پـلاره اوسـی وعدی ورلیږی چه درځمه دروغجن به مړشی هـمیش لـه ږوند نه نارازی کـوی هـمت نکوی خـوشحاله ځـان دی خـفـه کړی ګلمن به مړشی پښتودی ټـولـه عـربی وانګــریزی شــوه درنه دی اولادږبه دی پردی شوله دردمـن به مړشی دپـلارومـورپه ږبـه لیک ولوست کــولی نشی دی شرم ځای ده غلامیوکی خوږمن بـه مړشی د(علی خان)خبری واوره نوروطـن له دُرومه پردی وطن کی خدای خبرده بی کفن به مړشی

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ 1/ حاجی حکیم خان پښتون دی خوپه پشتولیک ولوست نشی کولای اوکورته په اوردو اوګوډه وماته عربی لیکونه لیکی..ماچه داحال ولیدحیران پاتی شوم داشعرمی ولیکه.. -
بېرته شاته