(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

لکه له پیغلې چی منګئ په سم ګودر ماتیږي هسې ناڅاپه مې نظر ستا په نظر ماتیږي دپښتنو خویونه تیز دي صبر نه شي کوئ جګړې ګټي خو دخبرو په ډګر ماتیږي پردي, پردي دي له پردیو ګیله نه ده په کار زمونږه خپل منځ کی په ځان باندی باورماتیږي چی امامان دچا بی علمه وي نوڅه به کوي دپشا کال حقه روژه یی مازیګر ما تیږي څوک چې د, دود دستور اوژبی پروا ونه لري هغه قومونه بی تدبیره وي ډیر ژرماتیږي ترڅوچې زه اوته په خپله په دې ځان پوه نه کړو درقیبانو توطیی په ډیرهنر ماتیږي دخدمتګار غیږې له راشه غاړه ټینګه راکړه په بیلتانه کی دی جانانه زړه ځیګر ماتیږي

محمد یوسف خدمتګار مزدورزوی ناروی -
بېرته شاته