(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اکــمـل لــیـونـی

د سـتـرګــو ښــار ئي تـــه د بـنـړو په سـو کـولار ده د ښــکـلــي اشــنـا چــم تــه د اغـزو په سوکو لار ده هـر څوک چې د پئ مخو عاشقی کړي سر به بائیلی د تورو سـنـګـیــنـونـو د نــیــزو پــه ســوکــو لار ده نـادان وي چـې تـیـرؤځـــی د خــوبـانـو په ســوګــند د ډیــرو پـیـشـانــو ګـیـلـو مـانـو پـه ســوکــو لار ده زمـا پـښـتـون زړګـیـه مـحـکــم غــر شـه د فــولادو منزل ته رســیـدل خــو د پــښــتـو پـه ســوکو لار ده پتنګه لوګی کـیـږه مـرګ د ژونـد دی حقـیـقـت کې دا وخت د امـتحان دی د لـــمـبو پـه سـوکو لار ده واغــظـه تــه چـې ذکـــر د صــــراط کــــوی مـــدام مـعلــومه ما اکــمل تــه د پــیــالــو پـه سوکـو لار ده

-
بېرته شاته