(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په ايران کې سر په دار

مونږه افغانان څه خوار او زار شولو څه مړه په جنګو کې څه فرار شولو شو افغانستان د بزکشي ميدان د هر پهلاون شو د مستي ميدان څومره بد بختيو کي دچار شولو مونږه افغانان څه خوار او زار شولو ډير په پاکستان کې سرګردان شولو خپل په دا ورتګ لا پښيمان شولو ډير مو په ايران کې سرپه دار شولو مونږه افغانان څه خوار او زار شولو ځينې په روسيه ځينې يونان کې مرې ځينې د ترکيي په بيابان کې مرۍ ډير لاره کې بهر ته ګزار شولو مونږه افانان څه خوار اوزار شولو څوک خښ په کفن څوک بيکفن شولو څوک خښ په وطن څوک بی وطن شولو څوک بيا د ماهيانو د خولې ښکار شولو مونږه افغانان څه خوار اوزار شولو څه سايسته ځوانان زمونږ وزګار ګرځې په پردو ملکوګې دوۍ نهار ګرځې اي خدايه له ژوند ځينې بيزار شولو مونږه افغانان څه خوار او زار شولو ای مورې نور مه ژاړه لوګې د شم اوښکې د کړه پاکې سپيلنې دشم ستا بيا د ديدن سترګې په لار شولو مونږه افغانان څه خوار او زار شولو مونږ که د ملې وحدت همکار نشلو ای حفيظ ملياره که هوښيار نشلو ګل نشلو ګلبڼ ته هسې خار شولو مونږه افغانان څه خوار او زار شولو

-
بېرته شاته