(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تیر وختونه او د ميــنې لار

د ميــنې لار پـه کومــــه مينه چې اظـــهار کوي کــــله اقــــرار کلــــه انکـــار کـوي په يو نظــر ېې زړه زمـــا وړي دی لکه ښکاري دزړونــــوښکارکوي هسې پــه ناز او کــرشمــوتيــره شوه لکه سپوږمۍوريځ کې رفتارکوي داســې پــــه مينه او ادا غــږيــده خــوږ ې خـبرې خــــوږ بنډارکــوي مدې شوې تيرې چې خبرېې نشته قاصـــد چمـــونه دبـــاز ار کـــوي دا بـــد قـاصد هم پــه نازلو ارزي ځکه د زړونــــو کاروبـار کـــوي د افغاني زړه تــــه ېې لارموندلې ميــنه د زړ ه ، زړنــو تـه لار کوي ********* تیر وخــتونـــــه څه حالات موپه وطن دي چې تيريږ ځوانې هيلې ارمــانونـــه مـو ژړيــږي څه وختونه فرصتونه په تلو تلو دي زموږهيلې اميدونــه پــه سلګو دي اوسيده په يو مالت کې ښکلې ځوان وه قانع په خپل قسمت په خپل ګذران شپه اوورځ ئې په زحمت اومز دوري وه کــر د ځمــکې د نيکو يــې غريبــي وه وه خوشاله خپل مالــت کې دغه ځوان هم راضي په سخاوت دپاک سبحان بد حـــالاتو د وطــــنه مســــاپـــر کړ دي نــــاخوالو د کلــــونو مهاجــر کړ شپې او ورځې تيريدی مياشتې کلونه ورپه زړه شو د وطــن خـواږه وخـتونه هغه کلی هـا ښايسته باغ او ګلز اربيا د شنيليو او ګلونو نــــو بها ربيـا يادول يــې شپه او ورځ خــپل وطنونه د مالت هغــه شيبې خـــواږه يادونــــه ویل چې خدايه خپل ملکونه مې ياديږي د وطن شنه شنـه فصلونه مې یــــادیږي څومره ښکلې څه ښایسته کلي بانډې دي جــــم او جـــوش دبـــازارونو مې یادیږي د ودونــــو او دودونــــــــو رواجــــونــــو ها دیرې ها مــجــلسونــــه مـــې یادیږي د پی مــــخو ښکلو پیغلوبیر او بارکې هغــــه لــوی لــوی زیارتونه مې یادیږي پــــه اختر کــې د ځـــوانانو ډلـــې ډلې هــــامیلې او اټــــنونــــه مـې یادیـــږي د چــــینی نه د اوبو منګــــی په سر کـې ها د پیــــغلو کتــــارونه مـــې یــــادیږي رنګ پــه رنګ ښکلې جامې د طاعتونو په مسجد کې ښه وعــظوونه مې یادیږي مــــړ اوبــــل داوربــــلـکــــو الــوتــــنې د بــــامــــو د ســـر خــوبونه مې یادیږي یــــادول یــې زیــــاتــوي د زړه دردونه افغاني هـــا تیر وخــتونـــــه مې یادیږي

سمیع الدین افغاني م کال ٢٥ - ٥ - ٢٠١٠ -
بېرته شاته