(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ډالۍپښتون ارمان ته

يه د شرق دښکلا ګانو ليونيه دښايسته سپين دغرونوشين زمريه لوړشمشاداوهندوکش هم پرتاوياړي په يورپ کې دافغان رښتين بچيه **** نن په کوځه پښتونخواکې هم پښتون مري هم په بره کې زمونږ ملي تړون مري لويه خدايه په جنګونو کې به ورک شي لرو برو پښتنو کې پيوستون مري!!! **** پرون دلته دجنګونو سرې لمبۍ وې نن بياهلته پښتنې مو په سلګۍ دي معلوم نه ده چې به نورپه مونږڅه کيږي خدايه څنګه د حالاتو فيصلې دي؟ **** ګوره څنګه دا ناچارخبرۍ کيږي تورتمنونه دي وختونه چې تيريږي جنګ ته وايه چې دکلي کډه بارکړي زمانې درنه په سروسترکوژړيږي **** ورته وايه چمبه مار دکلي نه يې داوختونه نغمه ګردسولې غواړي داياغي ساعتونه بيا چې راپخلاکړي زمونږکلي جادوګردسولې غواړي **** جنګه ورک شئ ميندې ژاړي خپل بچوته لا هم ستر ګي دي په لار پردي ملکوته دافغان بچي بې کوره در په درشول ډيرې شپې ورځي ورک دي مذدوروته **** سترګۍ سری په سلګولاړم هديروته دوطن دشهدانو مزارو ته ماويل خدايه ستادربارکې څه کمې دی که په سوله کې ژوند ورکړی پښتنو ته **** په سوالوکې مې وئيل چې سوله راکړه دپرديسو دغه تورې شپې صبا کړه دافغان بچي غرقيږي دريابو ١*کې مذدورو پسي چې ځي پردو ملکو کې **** خپل تاريخ بيرته ژوندې کړئ افغانانو يه د مرګ په پوله ناست قهرمانانو ماشومان مو ليلاميږي رابيدارشئ سوله راوړئ دی وطن ته باتورانو **** نورنو مه کوئ قدرت باندې جنګونه ميندۍ ژاړي بس دې مه ماتوئ زړونه ديو سولې په راتګ باندې رضاشئ ميليتو په نامه مه بيلوئ ورونه **** د وختونو تقا ضا ته سره يو شئ دناموس دننګ دفاع ته سره يوشئ داډيرشرم دې چې نجونې٢ موليلام شوې ديوسولې سپين سبا ته سره يو شئ **** که همداسې وي يويوڅادربه ورکړم دافغان ټول ليډرانو ته يي په سرکړم دوې دوکړي په قدرت باندې جنګونه دحفيظ زړګې به صبر ستا ددرکړم

١*دهغه ځوانانو شهادت ته ايشاره ده چې په هيواد کې دلوږۍ او کار نه پيدا کيدو له وجې دجنګ په کلونو کې دغريبۍ په موخه بهرني ملکونو ته تلل ١٣٨٨-٤/١٧داندونيزيا: دختيزنوساتينګراپه ولايت کې٨٦ تنه افغانان چې غوښتل ځانونه استرليا ته ورسوي په سيند کې دکښتۍ دډبيدو له وجی په اوبه کې شهيدان شول ٢* دجنګ په وخت کې کورنۍ دخوراک دنه درلودلو په وجع خپل ماشومانو خرڅلاو ته مجبور شول -
بېرته شاته