(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ملګري

رښتيا که درته ووايم غمونه راملګري دي هرې خواته دروموم دردونه راملګری دي زه خو په ظاهر کې ښه هوساه يمه نه دی حقيقت په خدای اورونه را مګري دي یاره نه لرم قرار په لراو بر افغان کې زه هری خواته ځمه کړاونه را ملګري دي ځه وکړم جانانه چې قسمت مې په ټکر کې دی زما یې څه ګناه ده کړاونه را ملګري دي زه بسمل وردګ خو نن د ايوو په دښته پاتې يم نه رسم منزل ته طوفانونه را ملګري دي

چين _ ايوو ښارګوټي -
بېرته شاته