(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د اجمل خټګ به یاد

نن خټګ لاړ په ګانده به مو بل یار ځي د یارانو کډی ګور ته وار په وار ځي نه ستنیږی که وژاړمه په کوکو څوک چې دلته دی راغلی په دی لار ځي په هیلو د پسرلو چې ؤ راغلی هغه یار خومی نامراده له بهار ځي که شتمن وي که بی وځلی او که بل څوک هم هغه به په ژړا او په کو کار ځي بڼ کې نه دي لا ګلونه ټوکیدلي دا توتیان مو تر ینه څله په کنار ځي سهار ندی د سپرلي پر بڼ راغلی د وږمو کاروان پر بله جوپه بار ځي مني او ژمي سر په سر راځي او درومي خوله سیمي مو ګوښه د سپرلي وار ځي د مين د مینی راز د ژوند آغاز دی دا اغاز وايه چې څنګه په تلوار ځي پر هر بڼ باندی د نورو سپرلي راشي خو پر بڼ د پښتنو د غم نا تار ځي باباګان او لالا ګان مو واړه لاړل د ملګرو کاروان پاتې پر انګار ځي د پښتون جامه ګنډونکیه لږ خو پام کړه د ګریوان ریښې مې څله تار په تار ځي وائي: یاد(اسامه) یا خو د (بوش) شه که دانه کړی ککرۍ به دی پر دار ځي (سی ائي ای)او(القاعده) خو داسې بریښي چې د چا پر کور یر غل ته داړه مار ځي یوه لویه دسیسه جوړه راغلی پر پښتون باندی د غم لکه انبارځي خدایه ! وغزوه لاس د خپلی مرستی د پښتون ولس د زغم سره قرارځي بیا خو وران کړه ټول مکرونه د مکارو د خټک د هیلو بڼ باندې غدار ځي ما څاپي ته د خټک هم هغه لار را چې په مینه کې سیده په لور د یار ځي

De Ajmal Khattak Yaad By: Mabariz Zapi , Bonn/Germany -
بېرته شاته