(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شئ یو موټی یو اواز

پښتنو جګ شئ خپل بچو ته*** ښکلی ژوند لکه مهتاب جوړ کړکئ ســــــــره یو شئ نن مو ورځ ده *** په دښــمن یـــــــــــــو انقلاب جوړ کئ سل کاله مخکی ئی سره بیل کړه ښه پوهیږو نن مو وژنی لـــــــــــــــــــر او بر کی نور ورکیږو وطن لکه ناموس ګټنه غواړی *** یرغل ګر ته ځان عقاب جوړ کئ ســــــــره یو شئ نن مو ورځ ده *** په دښــمن یـــــــو انقلاب جوړ کئ شئ یو موټی یو اواز،که ازادی غواړئ کړئ اور د نفاق مړ،که خوشالي غواړئ چی عبرت شی ټوی جهان ته*** د تاریخ نوی کتاب جوړ کئ سـره یو شئ نن مو ورځ ده *** په دښـمن یـو انقلاب جوړ کئ وژل کیږی خویندی ورورنه، په هلمند او کندهار کی بمـــــــــــــــباریږی مو کورونه، په کونړ او ننګرهار کی د ملالئ ټپه کړئ پورته*** دغلیم ځیګر نه یو خون اب جوړ کئ ســـــره یو شئ نن مو ورځ ده *** په دښــمن یـــو انقلاب جوړ کئ د دواړو خواوونه مو ولی په توپونو،هم هوا نه په موډرنو راکټونو په توره شپه حـــــــــــــملی کړی په کورونو،کړی بی پتی د ناموسونو د فرعون بچی دی وائی باوری***ددوئ له وینو نیل غوندی دریاب جوړکئ ســــــــره یو شئ نن مو ورځ ده *** په دښــــــــــــــــــمن یـــــــــــــو انقلاب جوړ کئ

ګل عزیز باوری دمونسټر ښار / المان

د ارواښاد ستوري روح ته ډالئ

لـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــکه ستـــــــــــــــوری چی مین وی تاویـــــــــــــږی له سپوږمئ نه شاوخــــــــــــــــوا بـاندی کــــــبـــیـــــــر ســـــ‏تــوری پــښــــــــــــــــتــنـــو کـــــــــــــی ګرځیدو له ډیری مینی پښتونخوا بــــانـــــــــــــــدی د يـــــــــــــــــووالی غږ ئی کړلو پښتنو بـــــــــــــــاندی د لـــــــــــــــــر او بـــــــــــــــــر په شاځلــــــــــــــمو باندی زمـونږ هـــــویــــت ئی پیـــــــــژندلو په جهان باندی کړیــــــــــــــــــــدلو په دردمندو بی نوا بــــــــــــــاندی باچاخـــــــــــــان،اجـــــمل، کبیر ستوری د افــغان ؤ پاتی ئی ارمانونه لاړل له دنیا نه نیمه خوا باندی ستــــــــوریـــــــــه! تل ځلیږه په اسمان د پښتنو کی باوری شعرونه لیکی ستا په درد او په نوا باندی

ګل عزیز باوری دمونسټر ښار / المان -
بېرته شاته