(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خواستونه

زمــــــــا ر بـــه نــــوى رنگ نـــــــــوى جهـــــــان را نـــــــــو ونــــــويـــــــــو اشــــــــارو تــــه نوى شان را چـــــــې دکـــــون و دفســــــــاد معمـــــا حـــــل کړم لا براتــــــــوار دژونـــــــدانــــــه کښې دغه توان را زما خـــــــــدايــــــه پــه توفيق مې هومره بارکړې چــــې ځـــان وپېـــــــــژنم ځـــــــــان لــره چشمان را دنيانه ده لوى درياب دى په کښې ورک شوم لاس نيـــــــوي تــــــــــه مــــــــې لايقه کشتيبان را چــــې گـــــــــــودر، کنـــــــــډ و کپر سره جـــلا کا داســــــــــې زړه داســـــــــــې دلبر داسې ياران را چــــــــــې صاحب دقنــــــاعت وي په هرڅه کښې هســــــــې رنگــــــــــه ملـــــــکان او حـاکمان را چـــې دخپل ورور د وجــــود غوښې ونه خورم خــــدايه دغــه رنگ سپېڅلى پاک وجدان را لمدې غوښې پرې د ورور، چې خوړى نه شم داســــــــې خـــــــــــوله خاونده دارنگه دندان را چــــــــې دحـــــــق تخم په هره خواکښې خپور کا داباغبـــــــــــــان خـــــــــــاونده دارنگه دهقان را چــــــــــــې داستا دار شـــــــــاداتو په لار ښوري داســـــــــــــې فکر ربــــــــــه دارنگــــــــــه زبان را دشيطــــــان له ملگـــرتيا نــــه مې چې ژغوري الهـــــــــي داســــــــې وجدان داسې دوستان را چـــــــــــې سمسور کا دافغان دباغ وبــــــــڼ گل دا واعــــــــــــظ داسې مرشد داسې باغبان را چـــــــــــــې دگېـــــډې دغوړښت مسلې پريدي مسجــــــــدو کښې ربـــــــــــه داسې مــلايان را چــــــــــې رښتيا وايـي اوحق دنورو نه خوري الهــــــــــي داسې سپين ږيـــــــري ملکـــــان را چــــــــې بريت غوړى ديتيم له غوښو نه اخلي ستــــــــا دحقـــــــې لارې دغســـــــــې خانان را چــــــــــــې خـــــــر څون دپښتنو نجونو ونه کا داســـــې پلار دغسې مور داسې خپلوان را رښتيــــا ني ،چې دملت په غم غمجــــن وي په خپل قوم کښې دغه شان ښکلي زلميان را چــــــــــې پـــــــــــه گوتو ټکوهل دجامو پريدي داسې رنگه رښتيـــاني قوم کښې ځوانان را التجـــــا د (ړنگ ) خاونـــده مستجاب کړې ودانـــــۍ تــــه د وحدت خپـــل پيروانان را

(1336 ل_کابل) -
بېرته شاته